Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 55066

عکس هایی از طالب با لباس زنانه در ولایت لغمان

31 مارچ 2012, 15:29, توسط ذبيح الله

د پنجابک په غېږه کې ناست یم له پاکستانه باروت راوړم، په اسلام آباد کې غونډې کوم، په کوټه کې خلک توقیفوم، او زندانونه لرم، په پاکستاني پاسپورټ سفرونه کوم، په پاکستاني ښارونو کې حوېلۍ لرم،د پاکستاني پوځ په لایسنس په پاکستان کې وسله ګرځوم، په پاکستان کې مې مدرسې دي، په پاکستان کې مجلې چاپوم، سي ډي ګانې جوړوم، له پاکستانه آنلاین یم، او چټک انټرنټ ته لاسرسی لرم، په کوټه کې محکمې دایروم، او د اختطافونو ...پیسې تحویلوم، پر پاکستان ته تلونکیو اوبو د بندونو جوړېدلو مخنیوی کوم، د پاکستان د ګټو لپاره په پاکستان کې امریکایي کانټینرو ته څه نه وایم، د پاکستان امنیت راته د اسلام په ګټه ښکارېږي، په اردو فونټ بنرونه او پوسټرونه چاپوم، چې پاکستان مې ونیسي، ګیله ځینې کوم، چې افغانستان مې ورورۍ او سولې ته وغواړي، پسخند پرې وهم، د کابل خلک اهل النار بولم، د اسلام آباد خلک د اسلام کلاوانان ګڼم، له یهودو نصاراوو سره د پاکستان اړیکې د عالم اسلام په خیر او د افغانستان اړیکې دوستي او موالات ګڼم، په پاکستان کې ملایي کوم، ماجر کارډ ګرځوم، بګړۍ غورځوم، سپینه نازکه خولۍ په سروم، په افغانستان کې ټوپک، پیکا، راکټ ګرځوم، او د پاکستان زوی نه یم. منئ یې؟
ذبيح الله غزنوي

جستجو در کابل پرس