Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 80918

بیست و یک شمع و بیست یک لاله ی سرخ

4 مارچ 2014, 17:43

زما سرتیری
سایر ځلاند

سترګې مې نه غړېږي، سترغلي مې پړسېدلي دي.

خلک به فکر کوي چې ځواني ده، عاشقۍ به يې سترګې ور پټې کړې وي، سترغلي به يې د بې خوبۍ نه پړسېدلي وي. د معشوقې پسې به يې ژړلي وي. د فراق درد به خوړلی وي او د يار په جدايۍ کې به يې شپه سبا کړي وي.

همداسې شوي دي، زړه مې درد کوي، سترغلي مې د يار پسې پړسېدلي، ډېر مې ژړلي. د خبرو توان را سره نه دی پاتې.

خو زما معشوقه چې رانه بېله شوې وه، دومره مې نه ډي ژړلي، هغه نجلۍ ماته ډېره ګرانه وه، ورپسې خفه وم، خو زما د معشوقې د حيا ساتونکو پسې ډېر خفه شوی يم. هغوی په غرونو کې زما د خاورې لپاره سرونه ور کړل، زما معشوقه یواځې زما د شعرونو پورې را سره وي او هغوی خپله وينه ورکړه. تر آخره په سنګر کې ودرېدل سر يې ټيټ نه کړو او نه يې سنګر پرېښودلو.

د سهار درې بجې په خواږه خوب ويده وو، خو د وروستي پار خوب ورباندې د دښمنانو پيرزو نه و، د ګوليو باران يې پرې شروع کړو او فبرورۍ د ۲۱ سهار يې د دښمن د مرميو په غږونو پيل کړ.

زما د بدخشان او بامیان شاه زلميو د کونړ دروازې ساتلې، زما د پروان زمريانو په پوله ماشی هم رپ وهلو ته نه پرېښوده. بېګاه یې د پلار سره خبرې کولې هغه ورته د باميانو د يخو شمالونو او پوښلو واورو په اړه خبرې کولې، د کور د حال احوال ډاډ يې ورکولو او شاباسي يې ورکول چې بچيه وطن درته اړتيا لري.

زموږ اتلانو تر وروستۍ سلګۍ سنګر نه دی پرېښی او د دښمن لاسپوڅو ته يې په ډاګه کړې ، چې موږ سر ور کوو، خو سنګر نه ور کوو.

دا درد به هم هیر شي، قاسم خان د هېواد لومړی شهيد و او دا ۲۱ يې وروستي شهيدان دي. د يو ویشت کسانو شهادت به څوک څنګه تعريفوي چې د خاورې يو ویشت ساتونکي و او تر سبا به د خاورو لاندې شي، د جنازې پر سر به يې د توپونو ډزې وشي او بله ورځ به يې په عيدګاه جومات کې فاتحه واخيستل شي؟

1دومره ژر دا کيسه او درد ختمېدونکی نه دی. د دغه يو ویشت شهيدانو، بچيان، مېرمنې، ورونه، خوېندې مور او پلار ټول دردېدلي دي او آن هر افغان يې دردولی دی.

زړونه يې رانه ويستي دي، زما په شاه داسې ګوذار شوی چې د کتلو نه دی، داسې چا را باندې ګوذار کړی چې دښمن هم نه ورته وايوو، دوست يې بولو، خو ټول عمر يې دښمني پاللې ده.

زما په لاسونو کې دم نشته، خو سلام ددغه شهيدانو کورنيو ته چې اوس هم په مېړانه وايي، نور اولادونه هم د وطن په لاره قربانولی شم.

دا ايثار او فداکاري یواځې یو افغان کولی شي، دوی به په پوله نور بچيان ولېږي، معاشونه به هم نه اخلي. خو د زردارو او زوردارو د لوکسو موټرونو لرونکو اولادونه به بيا هم په کابل او اروپا کې ناست وي، زده کړې به هلته کوي، حق به د افغانستان په نوم اخلی، تابعيت به د نورو لري او دعوه دار به د افغانستان وي.

1دا خاوره یواځې د همدغه سرتېرو ده، یواځې د هغه افغانانو ده چې اولادونه يې په پوله ودرېږي، ووايي زه هم افغان يم او دا پوله ساتل غواړي، چې دښمن پوه شي، ددغې خاورې هر بچی زما مخې ته ولاړ دی.

چې نه بیا توره پورته شي نه څوک په وينو رنګ شي

باداره دغه جنګ دې دوطن اخري جنګ شي

جستجو در کابل پرس