Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 49030

لویه جرگه یا ترور قانون مداری در افغانستان

20 اكتبر 2011, 10:48, توسط حبيب الله غمخورـــــ مالموـ سویډن

په ملې جرگه ملنډې دافغانستان په تاريخ اوملي افتخاراتو ملنډي وهل دي .

غواړم دو ټکوته چي اړين ئې بولم دلوستونکو پام راوگرځوم :
لمړی : زه دښاغلي توردیقل خان سره کومه شخصي ستونزه نلرم ،زماد دغه پیغام موخه دده دغی لیکنی گوته نيول دي، که دده پر ځاي يوبل چاهم داډول دملي گټوخلاف اوترخپل مسوليت وړاندي څرگندونې کړي واي مابه دا پیغام په کابل پرس? کی لیکلکی واي .

دوهم : زماليکنه ددې معنا نلري چي دکرزی صاحب په حاکميت کي دلويوجرگودجوړېدوله مشرورعيت څخه دفاع کوم ، اوپدې ول دلويوجرگودارېدل دافغانستان دستونزودحل لار بولم .نه داسي نه ده ؛متاسفانه دالويه جرگه به هم داسي گډون وال ولري لکه دده په حاکميت کښي دوې تيرې شوی لويي جرگې اوممکن دهمدا ډول گډونوال اوهمدا ډول پرېکړي ولري لکه تېري جرگې .پدې پوهېږم هر څوک چي دخپل حاکمت اوځاني گټولپاره دلويي جرگي ترنامه لاندي خلک راغواړي هغوي هم دلويي جرگې دسپېڅل توب اوتاريخي رسالت سره خيانت کوي .

ښاغلې توردیقل خان دکمبلې سره پښې سمې غځوه ،ملې جرگه داسي يوجرگه ده چې پرېکه ئې بايد دهرچالپاره دمنلووړوي ،منل ئي اخلاقي اوالزامي بڼه نلري .

دټاکنوپه اصطلاح خپلواک کمېسيون رئيس ښاغلي فضل احمدمعنوی هم لکه توردیقل خان ، ډله ايزو رسنيو ته وويل که سياستوال وغواړي موږ په لنډه موده کي دولسوالي شوراگانودټاکنو مکانات برابرولاي سو.

نوموړی زياته ئي کړه په لويه جرگي کي چي دولسوالي شوراگانو استازي گډون ونلري دهغې پرېکړې به اخلاقي جنبه ولري نه الزامي .معنوی صاحب پدې لنډه څرگنده ونه کي راتلونکې لويه جرگه له واره ورازول اوهغه ئې بې ارزښته اوپرېکړې ئي اخلاقي وبللي .

خوزه بايد دلويې جرگې دملي حيثيت اواعتبارنه ددفاع په خاطر څرگنده کړم چې دلويې جرگې پرېکړي دهغولپاره اخلاقي بڼه لري کوم چي له لويه سره دلويې جرگې له ملي ارزښت اوتاريخي رسالت سره مخالفت کوی اوغواړي دلويې جرگې کمبله دافغانستان له سياسي بهيراوعنعنې نه ټوله کړي .

زماددي وړې ليکنې نه هدف دادی چي لويه جرگه په خپل هغه مقدس مفهوم له هر ډول تيری اوسپکاوي نه وساتل شي ،کوم چي په يوه اوبله بهانه دهغې سپکاوی کيږي .

زه پدې ډاده يم چي ډير ژربه داسي شرايط برابرشي چي لويه جرگه به په خپل هغه مقدسه بڼه دايرېږي اوددې ملک او افغان ولس په گټه به تاريخي پرېکړي کوي .نه غواړم اونه بايد ديوه افغان لپاره دزغملو وړوي چي دلويي جرگ تاريخي رسالت او ازښت ته يوحوک په سپکه سترگه وگوری .داچي دلويي جرگي له نامه نه يوچارواکی اوزبرځواکی بده استفاده کوي داکارنه بايد دافغان ولس ددي ملي عنعنې پر خلاف دښمنانوتبرته ته لاستۍ ورکړي اودازمينه ورته برابره کړي چي خپلې لس دلاسو اولس دپښو گوتي ددې هيوادپه دې تاريخي وياړپوري ومږی .

لويه جرگه دسپېڅلو انسانانوپه گډون زموږ دهيواد وياړلی تاريخ اودادرنه ملي عنعنه نه يوازي داچي وساتل سي بلکې له سپکاوی سره ئي بايد ملي مبارزه وسي .

راځم دې خبرې ته چي لویه جرګه دافغانانوتاريخي دوداوسياسي عنعنه ده چې دسترو ستونزو د حل لپاره دیوی سیاسي لاری دلټون په موخه ترې کار اخیستل کیږي.په دودیزه توګه په لویه جرګه کښې قومي مشران، ديني عالمان ،علمي ادبي شخصيتونه او سیاسي څیری برخه اخلي .
که دلويوجرگوتاريخي پس منظرته پام وکړوگورودابه راته څرگنده سي چي لويي جرگې دهغوپرېکړواوپر هغومسائيلو دبحث لپاره رابلل شوی چي دبل دولتي ارگان له صلاحيت نه لوړي وي .

دميرويس نيکه راپدي خواپه افغانستان کي تر نن پوري ۱۹ لويي جرگې دايري سوي اواستاد رباني چي دلويي جرگي سره ئي ملگروحساسيت درلوداوغوښتل ئي داملي عنعنه ورکه سي دکابل پښارکي ئي په ۱۳۷۱ کال يوشمير کسان شوراى اهل حل و عقد دشوراتر نامه لاندي سره راټول کړه اودهغوي په مرسته ئي دخپل واک موده وغځول ،چي داعنعنه بيادطالبانولخواهم تعقيب سول .خوپه هروخرت کي دافغان ولس دغوڅ اکثريت دمخالفت اونفرت وړگرځېدلې ده.

داچي مو دلويي جرگي تاريخ دلمړی ځل لپاره دميرويس نيکه له وخت نه شمېرواودهغه لخوا دايره سوېده داپدې معنا اوزماددې ادعاپخلۍ کوي چي چي زموږ په ولسونوپه ځانگړې توگه پښتنوکي جرگې اوږدتاريخ لري .

له همدې امله لويه جرگه دافغانانويوه منلې اوتاريخي عنعنه ده ،کله چي دوي له ستونزوسره مخامخ سوی اويائې اړينه بلل سوې چي دهيواددبرخليک په کچه پرکومه مسله بحث وشي اودهغې په هکله دټول ولس داستازونظر وپوښتل سي نولويي جرگې ته مراجعه سوې ده .ولې داترټولو مهمه مسله ده چي په لويه جرگه کي چاته دگډون بلنه ورکول کېږي ؟ اوپه څه ډول ئي کارپرمخ بېول کيږي .

دلويې جرگې نوم دهر ډول مختاړې او وروستاړي په لرلوسره دلويي جرگې پرېکړې دمنلووړدي ،خودلويي جرگې پر رابلونکوباندي داملي مسوليت پروت دی چي دافغان ولس استازي اوهغه څوک چي ددې ولس دخير اوښېگڼولپاره غوښتنې لري دپاک نامه خاوندان وي اويوازي دافغان ولس ملي گټې ،ملي افتخارات اودهيوادراتلونکې ورته مطرح وي دگډون امکانات برابرشي ،لويه جرگه بايد دملت داستازيتوب هنداره وي نه ددولتي واک سمبول .

معنوی صاحب له درغليو ډکو ټاکنوکي ترهرچاماهردی ځکه ، وايي که سياستوال غواړي موږ ډير ژردټاکنو امکانات برابروواودولسوالي شوراگانولپاره داستازوټاکنې ترسره کوو.

دا ويناپداسي حال کي کوي چي تراوسه ئي په ۳۴ ولايتونوکي دټاکنو جنجالونه نه دي حل سوی،نه افغانان اونه هم نړيواله ټولنه دامني چي ټاکني عادلانه اودقانون په رڼاکي ترسره سوي دي .دادي اوس ئي ټول دسرپه سترگه گوروچي يوې افغاني مېرنې اغلي سمين بارکزۍ دخپل قانوني حق نه ددفاع په خاطرچي دهمدې معنوی صاحب په هدايت ترپښولاندي سوې ۱۳مه ورځ دغذانه خوړلواعتصاب ته دوام ورکوي .داچي کرزی صاحب اوانډيوالان ئي اوس غواړي هغه پدې بهانه چي خيمه ئي ټوله ،دداود خان (څلورسوه بستريز) اويابلې شفاخاني تعميرته ولېږدول سي ، دابله سياسي لوبه ده ،ځکه غواړي پدې بڼه دغه سپېځلې مېرمن دنړيوالواوډله ايزورسنيوله ليدنه محرومه اوپناکړي دابله خبره ده.

داخوپرېږده چي داښاغلی په جعل کاری کښي مهارت لري اوس غواړي څرگنده کړي چې کولاي سي په ۳۶۵ ولسواليو کي دولسوالي شوراگانوداستازودټاکلو لپاره عاجلي ټاکنې سرته ورسوي اوپدې هکله دټول ملت په سترگوله کاليوسره ورننوزي وايي زه وعده درکوم چي داکارکولاي سم .اوکه ورته وويل سي دهمدي ټاکنوله يوه له صدوق سره به دکمې ولسوالي هغه کلې ته ولاړسې کوم چي له مرکزنه(( ۱۰ ))کيلومتره ليري پروت دی؟ داخوپرېږده چي تراوسه دولت دافغانستان پر ټولو ولسواليو حاکميت نلري .دده له څرگندونودوه ټکي چي دملي گټوپر خلاف اودهغوي سره په ټکر کښي دي له ورايه څرگندېږي :يوادچي دکرزی صاحب تر زني لاندي دده لخوا رابلل کېدونکې لويه جرگه دده لخانومول سوی دټاکنودکمېسيون دریيس په نامه بې اعتباره اعلانېږي . اودبلې خواغواړی دولسوالي شوراگانود ټاکنولپاره پدې ماهرانه بڼه تياري ښودلوسره يوځل بيانړيوال پرموږ وخندوي اوداښاغلی هره ورځ اوشپه خپله څيره په تلوېزيونو کي پد ې بهانه ووينې چي گويادوي دټاکنو لپاره تياری لري خو امنيت نشته !!! سره لدې چي داښاغلی پدې ښه پوهېږ ې چي امنيت نسته اوپه هېڅ صورت دغه ښاغلی نسي کولاي عادلانه ټاکنې ترسره کړي ،زياتو ولسواليومرکزته نسي ورتلاي ،خوغواړي پر دې زوريدلي ولس نړيوال وخندوی .

سوال دادی که په افغانستان کي امنيتی ستونزي په همدې بڼه شتون ولري اوموږ لپاره دمملکت دبرخليک په کچه اړينه وي چي لويه جرگه راوغوښتل سي ،نوموږبه انتظار باسو چي معنوي صاحب دادسليمان پيغبر لکړه به دلته عجايب زېږوي اوپه يوه دم به ټاکنې ترسره کوي اودولسوالي شوراگانواستازي به راته ټاکي اوهغوي به په عاجله توگه تر کابله راسوي؟ اودلته به لويه جرگه دايرېږي؟ چي داليکنه مي کول دماشومانوکارتوني فلم داستانونه مي راپيداسول ،معنوی صاحب اوس غواړي ټول ملت دکارتوني فلمونولوبغاړي سي .

له لويه سره موږ داچېغه پورته کړې وه چي دلويې جرگې لپاره داحدوداوچوکاټونه چي تاسوئي په اساسي قانون کښي ټاکی عملي نه دی دادئ دڅوکالو ناخوالي ددي خبري دپخلي ثبوت کوي . همدا اوس په مسلسله توگه دپاکستان جنرالان دافغانستان پر خاوره پوځي تېرئ کوي ،اودحميد گل پشان ددې استخباراتي ادارې پلرونه يوشمير افغانانوته دپاکستاني خطاب کوي زه نه پوهېږم چي هغوي ولي داشهامت نلري اودده خوله ترستوني نه ورباندي څيري اوورته نه وايي چي زه افغان يم . دادی اوس ايرانيانو(ايراني چارواکو) هم له دوي نه درس واخيست اوتيره ورځ ئي دنيمروزدولايت پر يوه کلي اوه راکټونه توغولې وه ،داخولاڅه کوې چي ديوه افغاني کلي دملکيت دعوه ئي کړې . که گرېوانه ته سرکښته کړواودنړۍ له نوروملتونويې زده کړوداخوپرېږده چي نيکونوموڅه راته ويلې وه اومورموپه شېدوکي کومه مينه اومسؤلت راترغاړې کړی دي ،نودافغانانولپاره اړينه ده چي پردغه مزدورصفته دولت فشار راوړی اوله دوي نه وغواړي يوازي دهمدې مسلې په خاطر چي پاکستان اوايران زمور ر پاکه خاوره وسله وال تيری کوي بايد لويه جرگه راوغوښتل سي اوپدي هکله دافغان نانودريځ روښانه اوله نړيوالوددې لويې جرگې دپريکړوپلې کېدل په کلکه وغوښتل سي .بايد دهمدې تيری په هکله لويه جرگه دايره شي اوپه لويه جرگه کي گاولي ددوي پر پشو سمې کړل سي ،زموږ ولس بايد پخپله دخپل هيواد دبرخليک اودهرتيري کونکی په اړوند تاريخي پرېکړه وکړي اودعملي کېدولپاره ئي ملاوتړي .

ترکومه ځايه چي دالويه جرگه په ډيروپېچلو،سيمه ايزونړيوالوشرايطوکښي دايرېږې اوپرداسي مسايلوبحث کوي چي دگډون والو زياتي حقوقی اوسياسي پوهاوي ته اړتيا لېدل کېږي ،اړينه ده چي دملي گټو اودافغان ولس ملي احساساتوپه نظرکي نيولوسره په راتلونکې لويه جرگه کي بېله کوم سياسي ،قومی ،مذهبي اوژبنی تعصب نه دقومی مشرانو،عالمانو،روڼ اندوتر څنگ دمسلکي اوعلمی بې پرې شخصيتونودخپلواک ملي نظر خاوندانواوپه ټوله نړ ۍ کښي دټولواافغانانوداستازودگډون په هکله ډيره جدي پاملرنې وشي .

اميدواريم چي ښاغلي کرزی صاحب ددې لويي جرگې نه دځان په گټه نه بلکي دافغان ولس اودروښانه راتلونکي په هکله استفاده وکړي اولويي جرگې ته دگډون لپاره په اساسی قانون کي پريادشوکسانوسربېره دټولوسياسي گوندونو، کلتوري اومدني ټولنواوپه بهرکي دمېشتوافغان روڼ اندواستازته بېله هرډول تعصب اوتنگ نظری نه دگډون بلنه ورکړي . افغانستان هرچيري چي اوسی دټولوافغانوگډکوردی دبرخليک ټاکلواوحياتي مسايلوپه اړوندئي ټول يوشان حقوقی مسوليت او صلاحيت لري

جستجو در کابل پرس