Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 49741

حامد کرزی درگیر بیماری روانی

15 نوامبر 2011, 12:10, توسط راحیله جواد

دبېنوا پاڼي د کابل اداره دبېنوا پاڼي ټولو درنو لوستونکو ته خبر ورکوي چي د بېنوا پاڼي پخوانی همکار ښاغلي میرویس جلالزی له تیر یو کال راهسي دبېنوا پاڼي سره خپله همکاري پای ته رسولی ده .

نوموړي چي تر کال دسپتمبر په میاشت کي د افغان ولسمشر دمرستیال محمدقسیم فهیم دمرګ ناسم خبر خپور کړی و وروسته د ځینو تهدیدونو د بېنوا پاڼي سره مخه ښه وکړه او نور ددې پاڼي سره همکاري نه لري .

دنوموړي دکار په اړه موږ تیر کال (۲۰۱۰) د اکتوبر پر دریمه نیټه دبېنوا له ادرسه رسمي خبرتیا خپره کړې ده چي په لاندي لینک کښي ئې درانه لوستونکي کتلای سي .
http://www.benawa.com/details....

دبېنوا پاڼي درانه لوستونکو ته مو ددې خبرتیا د بیا خپرولو اړتیا ځکه ولیدل چي بېنوا پاڼي ته ځیني داسي راپورونه رارسیدلی دي چي ښاغلي میرویس جلالزی د ځينو بهرمیشتو په وطن او ولس مینو افغانانو څخه د ځینو خیریه مرستو غوښتني په داسي حال کي کوي چي ځان دبېنوا پاڼي مرستیال معرفي کوي حال داچي نوموړی اوس دبېنوا پاڼي سره هیڅ راز تړاو نه لري .

دبېنوا پاڼي د کابل ادارې ته همدا اوس دښاغلي جلالزي لخواځینو کسانو ته لیږل سوي داسي بریښنالیکونه په لاس ورغلي چي نوموړي دبهرمیشتو افغانانو څخه د بېنوا لپاره او یاهم دځينو اړمنو کسانو لپاره دمرستو درخواستونه دبېنوا دمرستیالی له ادرسه لیږي او یا ځینو چارواکو ته دپیسو په مقابل کي د مثبتولیکنو درخواستونه له ځان سره لري .

دبېنوا پاڼي دکابل او نیویارک ادارې خپلو ټولو لوستونکو ته خبر ورکوي چي بېنوا پاڼه چي د چاپه وړاندي دمرستي ږغ کوي هغه د تیر په څير رسمي دپاڼي پرمخ اعلانوي او بیا د یو ړنې تګلاري له مخي ئې اړ کسانو ته لیږي او راپور ونه ئې دانځورونو سره یوځای د بېنوا لوستونکوي ته دهمدې پاڼي له لاري وړاندي کوي همدا راز دبېنوا پاڼي ځانګړي ادرسونه او معلوم کسان لري چي په هکله ئې هر څوک پوښتني او معلومات رالیږلی سی .

موږ د خپلو ټولو لوستونکو څخه یواربیا جدي غوښنته کوو چي پرینږدي چي ځیني کسان ئې د احساساتو څخه او یا د بېنوا پاڼي د نامه څخه ناوړه ګټه پورته کړي . هر چاته چي د بېنوا له ادرسه دغسي بریښنالیکونه ورځي هیله ده چي دبېنوا د اړیکو له لاري ئې د بېنوا دمسؤلینو سره شریک کړي ترڅو ددغسي کسانو د ناوړو کړونو مخه پرې ډب کړو.

ددې ترڅنګ هر هغه څوک چي خپلي مرستي او خواخوږی ( دبې وزلۍ انځور ) درواني لړۍ سره چي همدا اوس په هلمند او کندهار کي دبېنواد مرستندیه ټيم لخوا په لاره اچول سوی ده رالیږل غواړي هیله ده چي دبېنوا د اړیکو له لاري زموږ سره په تماس کي سي ترڅو د اړو کسانو سره دمخامخ مرستي کولو معلومات ورسره شریک کړو . ددغه لړۍ دمرستي چاري مخامخ د اړمونوکورنیو او مرسته کوونکو ترمنځ ترسره کیږي او بېنوا یوازي د معلوماتو دشریکولو چاري په غاړه لري باید یادونه وکړو چي ددغي لړۍ دلا ړنتیا په موخه خپلي مرستي هیڅ کله نور دبېنوا پاني دهمکارانو یا ددې پاڼي دادارې په ادرسونو راونه لیږئ .

ستاسو په چوپړ کي

دبېنوا پاڼي دکابل د ادارې مسول
م . همایون

راحیله جواد - دبېنوا د کابل اداره

جستجو در کابل پرس