Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 52683

کرزی مسوول تجزیه افغانستان خواهد بود

4 فبروری 2012, 12:28, توسط کابلی2

/ ۹/ ۱۳۷۱

نن بیا په کابل کې سخته جګړه ونښته دغه جګړه د رباني په مشرۍ داسلامي جمعیت او دعبدالعلي مزاري په مشرۍ داسلامي وحدت دګوندونو ترمنځ پیل شوه نن په ښار کې هزاره ګانو تاجکان او تاجکانو وروڼو هزاره ګان وروڼه له موټرو کوزول او پخپلو زندانو کې یې اچول او یا یې په ځینو ځایونو کې ځای پرځای وژل.هر ځل نوې جګړه دنویو ډلو او تنظیمونو ترمنځ پیښیږي او په نتیجه کې یې بې ګناه کسان وژل کیږي.
۱۵/ ۹/ ۱۳۷۱
سخته جګړه دوام لري داحمدشاه مسعود وسله وال کسان کوښښ کوي دهزاره ګانو سیمې ونیسي خو هغوی مقاومت کوي،دلته دجګړې لومړۍ کرښه په خیرخانه کې دڅارندویو بلاکونه دي موږ کله کله له کړکیو ور ګورو له تایمني سیمې څخه د وحدت ګوند کسان بلاکونه چې دمسعود کسانو پکې سنګرونه نیولي دي په مرمیو ولي.
غرمه مهال دڅلورم بلاک یو اوسیدونکي چې په ګوډ مشهور دی هڅه وکړه چې زموږ او تایمني ترمنځ په چمن کې پروت مړی را ولیږدوي خو له تایمني څخه پرې ګولۍ واوریدې او وویشتل شو،نورو په ډیر زحمت لږ وروسته دده مړی راوړ.دبلاکونو ترمخ داحمدشاه مسعود دکسانو له خوا څو تنه هزاره ګان هم وژل شوي او مړي یې پراته دي څوک نه شي کولای له چمن څخه مړي انتقال کړي،ډیره وحشتناکه صحنه ده،زما کوچنۍ لور مینې چې کله دا مړي او ټپیان ولیدل یو عجیب رواني حالت پرې راغی او ماته یې ژړل چې له کوره ونه وځم. خو هلته دښار ګوټي پخوانی مسول اینجنیر سید علم وفات شوی هیڅوک نه و،چې دهغه مړی خاوروته وسپاري ، زه مجبور وم چې له کوره ووځم او دسیدعلم مړی هدیرې ته یوسو او خاورو ته یې وسپارو.موږڅو تنو دسید علم جنازه دمرمیو په باران کې له قلعه نجارا څخه تر پنجصد فامیلي هدیرې پورې ورسوله او خاورو ته مو وسپارله.
اینجنیر سید علم دډاکټر نجیب الله په وخت کې دساختماني پروژې مسوول و،څو ورځې دمخه چې موږ په دغه چمن کې چې اوس دجګړې ډګر دی ناست و،سید علم راغی ،ویې ویل چې دپروژې ذخیره چې د۲۲۰۰ کورونو لپاره ټول ضروري مواد له ښیښو را نیولې تر قلفونواو دستګیرو پورې هرڅه و،دغو خلکو وړي او پنجشیر ته یې انتقال کړل ، سید علم دومره خواشینی و،چې هلته یې ډیر وژړل ،ویې ویل چې موږ دزړه په وینو دغه مواد ساتلي وو،خو اوس یې په یوه ورځ چور کړل،له هغه وروسته اینجنیر سید علم ناروغ شو او له دغه دوکه مړشو.
۱۶/ ۹/ ۱۳۷۱
جګړه نن هم دښار په زیاترو سیمو کې دشورای نظار او وحدت اسلامي تنظیم ترمنځ پخپل شدت سره روانه ده ، له بلې خوا په شیبو شیبو باران اوریږي ، خلک له بې سابقه ستونزو سره مخ دي ، قیمتي هم ده دلرګیو من په ۹۵۰ افغانۍ،داوړو من په ۳۰۰۰ افغانۍ ،دتیلو یو ګیلن په ۴۰۰۰ افغانۍ دی او هغه هم نه پیدا کیږي دښار خلک دخپل نیم ژوانده ژوند سختې شپې او ورځې تیروي.
دکابل له لویدیځې سیمې څخه یوه تن کیسه کوله ویل یې د مسعود دنظار شورا او سیاف داسلامي اتحاد له خوا له هزاره ګانو وحدت ګوند سره په جګړه کې یې پلار چې دستي کراچې ګرځوله شهید شو، دنظار شورا له خوا په ده بوري باندې د ویشتل شوي راکټ له امله یې پلار ټوټه شو، دسیمې خلک راغلل دهغه مړی یې دقلعه شاده د ډبرو سکرو په هدیره کې خاورو ته وسپاره.
۱۸/ ۹/ ۱۳۷۱
جګړه لا هماغسې دوام لري، په تیرو جګړو سربیره نن دعبدالرشید دوستم پوځونو په شورای نظار برید وکړ ډیرې مهمې سیمې یې دمسعود له کسانو څخه ونیولې، او خپل زور یې ورښکاره کړ،ددغو جګړو او غورځو پرځو له امله ډیرې ورانۍ هم رامنځته شوې دي.
۲۰/ ۹/ ۱۳۷۱
اوس جګړه څه ناڅه کراره ده خو خلک په ویره کې دي.
۲۱/ ۹/ ۱۳۷۱
په ښار کې برښنا او اوبه او ... نشته ، دبلې سختې جګړې دپیښیدو آوازې خپرې دي ، دښار زیاتو سیمو ته تازه نفسه جهادیان راغلي دي،نوي سنګرونه جوړوي او جګړو ته تیاری نیسي.
رباني زموږ دملک ریس جمهور دی
نو دخلکو ژوند مو ځکه په ضرور دی
بس وژل،تړل،ترټل دي په وطن کې
په هر ځای کې وینې ډنډ روان ترور دی
۲۳/ ۹/ ۱۳۷۱

جستجو در کابل پرس