اوښکي

دوشنبه 25 جون 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


 یو هلک له خپلې مور پوښتنه وکړه ؛ موري ته ولي دومره ډيره
ژاړې ؟

مور یې وویل ؛ ځکه چي زه یوه ښځه یم .

هلک وویل : زه پوه نه سوم موري ؟

مور یې خپل زوی په غیږ کي ونیو او ویې ویل : ته به په دې راز
هیڅکله هم پوه نه سي
.

هلک خپل پلار ته لاړ او له هغه یې وپوښتل : پلار جانه مور مي ولي
هره ورځ پرته له کوم دلیله ژاړي ؟؟

پلار یې ځواب ورکړ: د نړۍ هره ښځه ژاړي... .....
 له پلار سره یې له دې ځواب پرته نور څه نه وو
.

د وخت په تیریدو هلک زلمی سو خو بیا هم حیران ؤ او نه پوهیده چې ښځي
ولي دومره ژاړي؟

یوه شپه یې خوب ولیده او په خوب کي له خدای پاک سره خبرې کوي. له
خدای پاک څخه یې هم دا پوښتنه وکړه : ای خدایه ، دا ښځې ولي ژاړي؟؟

خدای پاک ځواب ورکړ: ما ښځینه مخلوق ډير ځانګړی پیدا کړی. د هغوې
اوږو ته مي دومره قدرت ورکړی چي د نړۍ دروند بار ورباندې پورته کړي.

هغوي ته مي دروني (( داخلي)) قوت ورکړی چي اولادونه وزېږوي ،
او د خپلو اولادونو د هر ډول درد زغم ولري
.

هغوى ته مي احساس ورکړی چي په ټول قوت سره خپلو اولادنو ته مینه
ورکړي ، که اولادونه یې ځوروي هم
.

هغوي ته مي زړه ورکړی چي د خپلو خاوندانو سره مینه وکړي ، د هغوې
له خطاګانو تیر سي ،د ژوند په ستونزو کي ورسره ملتیا وکړي او تل یې به خواکې واوسي
.

هغوي ته مي اوښکي ورکړي چي هر وخت وغواړي نو له سترګو یې وڅڅوي .
دا اوښکې ما یواځي د هغوې لپاره خلق کړي چي هر وخت ورته اړه ولري نو ګټه ترې
پورته کړي
.


د یوې ښځي ښکلا په لباس، اندام
، او ورېښتانو کي نه ده، د ښځي ښکلا باید د هغې په سترګو کي ولټول سي ځکه چي د هغوى
زړه ته د ننوتلو یواځینې لاره هماغه ده
.

 د نړۍ هره ښځه ښکلې ده .

له انګریزي ژبي څخه ژباړه .

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-304.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس