صفحه نخست > دیدگاه > ایا جاپان له خپلو ګاونډیانوسره اړیکي سمولای شي؟

ایا جاپان له خپلو ګاونډیانوسره اړیکي سمولای شي؟

میرویس جلالزی
شنبه 22 سپتامبر 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

جاپان او جرمني دوه هغه هیوادونه چې د دوهمې نړیوالي جګړې پر مهال یي خپلو ګاونډیو ملکونو ته لوی او د نه جبران وړ زیانونه واړول اوس یو له بله په لوی توپير کې مزلونه وهي.

له ګاونډیو ملکونو څخه د آلمان د بښنې غوښتنې دغه هیواد ته د اروپايي ټولني د یوه مقتدر او یوه په ځان را ټولونکي هیواد مقام ورکړ

خوجاپان چې د خپلي اقتصادي ودې لپاره یي مهم پرمختګونه کړي لا هم له خپلو ګاونډیانو سره د اراضي او تیرو جنګي جنایتونو پر سر په لانجه کې ښکیل دی.

جاپان د دې لپاره چې خپلو ګاونډیو هیوادونو ته له اوښتو زیانونو بښنه نه ده غوښتي بلکې وخت پر وخت هغوي ته د نویو لانجو په زیږولو لاس پوري کوي.

جاپان په دې کار سره په دې لید لوري چې دغه هیواد په دوهمه نړیواله جګړه کې( کله چې په یوریشیما او ناګاساکي اتومي بم استعمال شو) په خپله د اتومې بم ښکار او قرباني شو توره پرده غوړولي ده.
کله چې جاپان په ‍۱۸۹۴ کال کې د سینو جاپانیز جګړه وګټله دغه هیواد د کوریا ټاپووزمه تر خپل تحمیلي رول لاندي راوسته په کال ۱۹۷۳ کې یې په زرګونو هغه چینایان چې د نانجینګ سیمې اوسیدونکي ول په ډلیزه توګه ووژل.

په دې سربیره په ۱۹۴۱ کال د ډسمبر په میاشت کې چې کله د د پیرل هاربور سیمې پر سر د پاسییفک جګړې په نامه نښته پیل شوه، ګڼ شمیر جاپانیان او د نورو اسیاسي ملکونو وګړي د جاپان د پوځ لپاره جګړې ته استخدام شول چې په دې جګړه کې تر دریو ملیونو ډیروانسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

جاپان خپل ګاونډي هیوادونه د لویو زیرمو او موادو په توګه د خپلي جګړې د پرمخ بیولو لپاره وکارول.
په دې سربیره جاپان د چین په ګډون د دوویشتو د سویلي اسیايي ملکونو نږدې دوه لکه ښځي د خپلو سرتیرو د جنسي احتیجاتو د رفع کولو لپآره په زور وګمارلي.

د سویلي کوریا هیواد هم په دغه برخه کې قرباني شو او له ډیرو ښځو اتباعو څخه يي د جنسي غلامانوپه توګه جاپاني پوځيانو کار واخیست.

اوس د سویلي کوریا له زرګونو پخوانیو جاپان ته غلامو میرمنو څخه یوازي شپیته تنه په کوریا کې ژوندۍ پاتي دي چې هره چهارشنبه د جاپان د سفارت پر وړاندي لاریون کوي پر هغوي دجنسي تیري تاوان غواړي او تر څنګ یې د جاپان له دولت څخه غواړي چې له خپل کړي عمل څخه بښنه وغواړي.

د هغوي د مظاهرو د دفعاتو شمیره تر زرو ځلو هم اوړي اودا ښيي چې هغوي په خپلو زړونو کې څومره دردونه او غوصي لري.

د جاپان دولت یوازي یو ځل په کال ۱۹۹۳ کې د پاسیفیک جګړې پر وخت د خپلو سرتیرو لپاره د مستریحو ځایونو، اجباري کډه کولو او د جنسي غلامونو د کارونې د مسلې په باب د پلټنو امر کړی خو تر اوسه پوري یي پایلي نه دي روښانه شوي.

د جاپان لومړي وزیر یوشیکو نودا په دې ورستیو کې ویلي چې داسي اسناد نه شته چې وښيي ګواکي د جاپان سرتیرو د پاسیفیک جګړې پر مهال د سویلي کوریا له ښځو څخه د جنسي غلامانو په توګه کار اخیستی وي.
ویل شوي چې د جاپان پوځ پر مهال مهال د سویلي کوریا د ښځو په ګډون د چین، تایوان، فلیپین، تایلند، ویتنام، مالیزیا، ایندونیزیا او هغو آلماني میرمنو څخه هم د جبري جنسي غلامانو په توګه کار اخیستی په هغه وخت په اندونیزیا کې اوسیدې.

د امریکا د استازو جرګې هم ویلي چې جاپان باید د شلمې پیړې د تر ټولو لوی انساني قاچاق یعني د خپلو سرتیرو لپاره د جنسي غلامانو د دغې قضیې په باب بښنه وغواړي.

یو مهال د سویلي کوریا یوي ناحکومتي ادارې د سنتي دود په توګه تر دې نامه لاندي چې د سولي شیبې نوم ورکړ شوی وو یوه تشه څوکۍ او یوه پیغله نجلۍ څنګ په څنګ ودرولي او دا نوم یي ورکړ چې ګواکي دا د هغو نجونو د قربانیو یادون دی چې د جاپاني سرتیرو له لوري پري تیر شوی وو او باید اوس دا مسله په سوله بدله شي او جاپان باید بښنه وغواړي خو د توکیو د وخت والي شینتارو ایشهارار په هغه شپه د دوکودو ټاپو په باب وینا وکړه او د هغه وخت جنسي تجازونو څخه یي دفاع وکړه هغه وویل هغه کار په هغه وخت کې د یوه ښه ژوند لپاره یو پر ځای اقدام وو.

خو اوس جاپان نه یوازي له سویلي کوریا سره بلکي له چین، او روسیي سره هم په یو شمیر سرحدي سیمو اوټاپو ګانو لانجي له لري لکه د دوکودو په ټاپو چې یې له سویلي کوریا سره لري او یو مهال یي غوښتل دا د یوه پوځي ستراتیژیک موقیعت په توګه د خپلي خاوري په توګه وساتي.

خو اوس باید جاپآن څه وکړي.

د جاپان ګاونډیان په خاصه توګه سویلي کوریا غواړي چې جاپان د سرحدي لانجو څخه لاس واخلي او په دې سربیره چې په خپلو پخوانیو تیروتنو بښنه وغواړي بلکې له خپلو ګاونډیانو سره د یوې ښې راتلونکي او بشري ملګرتیا لپاره ګډ کار وکړي.

د سویلي کوریا دولت ویلي که چیرته جاپان له دې غوښتنو سرکشي کوي او په خپلو تاریخي تیروتنو انکار کوي نو بیا به د دغه هیواد پر وړاندي د خپلو ګاونډیانو په دیپلوماتیک برخورد کې له لوی بدلون سره مخ شي او جاپآن باید له خپلو کړو تیروتنو نور ځان خلاص کړي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • من اگر چی خوانش پشتو خوبی دارم ولی متن مشکل دارد درست نمایش داده نشده است. به هر صورت فکر مینمایم مسله مربوط به جاپان است که شخصی امده مشکل مملکت را حل یافته به جاچان پرداخته است.

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس