د لوګي پيسې

Hask
پنج شنبه 21 مارچ 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


فقير د کبابي دوکان له څنګه تېرېده،


کبابي غوښې په سيخونو کي ټومبلي وې،

پر اور يې اړولې او پکه يې ورته وهله،

د غوښو
خوږ بوى فضا نېولې وه.

فقير بېچاره چي ډېر وږى شوى و او پيسې يې نه لرلې،

چي کباب
پرې واخلي،

له خپلې کڅوړې يې وچه ډوډۍ راواخېسته،

شخوند به يې ترې جوړ کړ،

د کباب
لوګي ته به يې ونېو او خوړله به يې.

په همدې ډول يې يو څو شخوندونه وکړل او روان
شو،

خو کبابي په چټکۍ ورپسې له دوکان راووت او له لاسه يې ونېو او ورته ويې ويل:


))
چېرته ځې، د کباب د لوګي پيسې راکړه چي
ودې خوړ
.((

يو قاضي په لاره تېرېده،

چي دغه جريان
يې ولېد او متوجه شو،

چي فقير سړى ورته سوال زارۍ کوي چي خوشې يې کړي،

خو کبابي
غواړي د لوګي پيسې ترې واخلي
.


د قاضي په فقير زړه وسوځېد، ورغى او
کبابي ته يې وويل
:

))
دا سړى پرېږده چي لاړ شي، د کباب د
لوګي پيسې چي ده خوړلى، زه درکوم.)) کبابي ومنله او فقير سړى يې پرېښود
.

قاضي د فقير له تلو وروسته څو سکې له
جېبه راويېستې،

په داسې حال کي چي يوه يوه سکه يې په ځمکه غورځوله،

کبابي ته يې
وويل:

(راځه د لوګي په بدل کي د دغو سکو ږغونه شمېره او درسره وايې خله.(


کبابي په حيراني قاضي ته وکتل او ورته
ويې ويل:

((د خداى بنده، دا د پيسو ورکولو کوم ډول دئ؟((


قاضي همداسې سکې په ځمکه غورځولې، څو ږغ
يې واوري،

ورته وويل:

((زړګيه، څوک چي د کباب لوګى او بوى خرڅوي او غواړي په هغه
پيسې ترلاسه کړي، نو بايد د پيسو پر ځاى يې ږغونه تحويل کړي
((


ژباړه: ميوند فدا



آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/49...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس