چاودنه

reeshtia
همرسانی

<?xml:namespace prefix = o ns = "urn:schemas-microsoft-com:office:office" /> 

شپږ بجې د مبایل سهارني زنګ راويښه کړم، په ناراستۍ مې زنګ غلی کړ، د دې په ویلو چې ځه تر اوسه وخت دی، ځان مې یو وار بیا په کمپله کې را تاو کړ، بېرته خوب وړې وم، کله چې راویښه شوم اووه بجې وې اوچته پر ځای کیناستم . سر پورې مې بیګانۍ لیکلې او نالیکلې پاڼې ګدې وډې پرتې وې د پوهنتون لپاره مې باید یو سیمینار برابر کړی وای، د شپې لس بجې برق په تیاره کې پرېښودم ، نیون مې بل کړ خو د هغه چارچ هم وروسته تر یولسو بجو زما ملګرتیا ونه کړه.خدای راکړه، کراره پرېوتم.

 پدې فکر چې نور به یې که په دفتر کې وخت پیدا شو ولیکم پاڼې مې سره راټولې کړې او په یوه مجله کې مې کېښودې.

که نوره ورځ وخت له سړي ځي، په سهار کې منډې وهي، د دفتر د موټر راتګ ته څه نه وو پاتې ژر ژر مې ځان تیار کړ، هر سهار مور یو کتاب راته ختموي چې ولې سم سبا ناری نه کوم او په اخر کې وایي :

ستا له لاسه مې هره ورځ زړه شین وي، یوه مړۍ ډوډۍ نه راباندې کېني.

نو د دې لپاره چې د مور زړه شین نشي د سبا ناري لپاره یې ترڅنګ کېناستم . د موټر د راتګ له وخته اته نهه دقیقې تېرې وې، په دې اندېښنه کې شوم چې هېره کړې یې نه یم ځکه نن سه شنبه وه او زه نور کله د پوهنتون تګ له امله پرته له دوشنبې او پنجشنبې سهار دفتر ته نه تلم خو اوس چې ازموینې دي، دغه مهال وېش بدل شوی، که څه هم درایور ته مې پدې مانا چې زه نن دفتر ته ځم مسکال ورکړی وو، خو هرې وړې غټې خبرې ته زړه خوړل خو زما پخوانی عادت دی.

پنځه ویشت کم اووه بجې شوې، لا هم د موټر سر درک نه وو معلوم،یوه بله پیاله چای مې هم واچاو، مور ته مې مخ واړاو او ومې ویل:

نن خودې زړه نه شین کېږي.

مسکۍ شوه، څه ویلو ته یې خوله جوړه کړه، خو له یو نژدې درانده غړمب سره د ځمکې رېږدېدو او د ښیښو شرنګي ټول د یوې شېبې لپاره په ځای وچ کړل....یوه شېبه وروسته په خود شوم، له پاڅېدو سره سم مې له خولې ووتل:

چاودنه....

د ارسۍ مخې ته لاړم چې وګورم چېرې څه وشول، لکه د هرې ورځې شاوخوا دود او دوړو پوښلې وه، لږ لرې سم څه نه ښکارېدل. له څو شېبو څار وروسته مې د درېیمو مکروریانو د بلاکو تر شا سترګې د دود او دوړو په اوچته شوې غړوسکه ولګېدې

ـ د هوایي ډګر په سرک شوې ... اخ ...هلته دا وخت څومره ګڼه ګوڼه وي .....

په چاودنه کې غږېدم چې د درایور مسکال راغی، له کوره د وتو پر وخت مې وویل :

د خدای په امان، نه پوهېږم مازدیګر بېرته راګرځم که نه.

کله چې موټر ته پورته شوم،خبره شوم چې چاودنه د وزیر اکبر خان څورلسم سرک ته څېرمه  شوې، درایور او نور همکاران په شکر ښکو وو چې ښه شو موټر ځینې ځایونه وځنډېد که نه چاودنه سم په هغه وخت کې شوې چې زموږ موټرله هغه ځایه تېرېږي.

 ×××××××××××

نن به بیا د دې پېښې د بی ګناه وژل شویواو ټپیانو په کورو کې د ویر ټغر پروت وي ، څو انسانان به یتیمان شوي، کونډې شوې او بورې شوي وي او د خپلو عزیزانو د بدن په غوښو پسې

به لالهانده وي ، خو اخوا ځینې نور انسانان بیا د چاودنې او د بې ګناه انسانانو دوژنې ویاړ خپل خپل ګڼي ، طالبان یې خپل کار او اسلامي حزب یې خپل کار بولي او پرې ویاړي.


آنلاین : http://reeshtia.blogfa.com/post-5.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس