صفحه نخست > دیدگاه > د افغان میرمنو پر وړاندي وحشي جنایتونه دوام لري

د افغان میرمنو پر وړاندي وحشي جنایتونه دوام لري

میرویس جلالزی
يكشنبه 5 جنوری 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

تازه موندني ښیې چې د افغان ښځو پر وړاندي د ملک دننه د وحشي جنایتونو لړۍ په ۲۰۱۳ کال کې په ډراماتیکه توګه پراخه شوي وه.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه ویره ښيي چې په دغه کال کې د بهرنیو سرتیرو له وتلو سره سم د ښځو پر وړاندي د زور زیاتي لړۍ زور اخیستی او ګمان کیږي چې د هغوي لس کلني لاس ته راوړني به د روان حالت د دوام په صورت کې ډير ژر یوه په بله پسي له لاسه ووځي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا د نیغي مداخلي بنسټ چې د بن په غونډه کې ایښودل شوی وو، یو له شرطونو یي دا وو چې په افغانستان کې به د ښځو د ژوندانه د ښه کولو لپاره مظبوط کار کوي چې تر ډیره ښځو وکړای شوای خپل انډولیز حضور په ټولنه کې بربنډ کړي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلوا کمیسیون ریسي سیما ثمر د شنبي په ورځ ویلي چې د دوي شمیري ښيی چې د ښځو پر وړاندي د زور زیاتي پیښي په ډراماتیک ډول تیر کال زیاتې شوي وي.

میرمن سمر ویلي دوي د کیسیونو زیاتیدو سخت اندیښمن کړي او د دوي ډیری سیمیز دفاتر حتی په دې هم نه دي توانیدلي چې د کیسونو د زیاتوالي له کبله ډیرو هغو ته په لازم ډول رسیدګي وکړي.

هغي وویل : ډیری کیسیونه ډیر بد ول، د ښخو د شونډو، غامبورو، غوږونو او پوزي پرې کول، ډلیز جنسي تیري او داسي نوري پیښي چې دا اصلا په هیڅ قانون کې ځای نه لري او انسانیت هم له ګواښ سره مخامخ کوي.
ویل کیږي چې د ښځو پر وړاندي ډیری زور زیاتی د ملک په لویدیځ او شمالي ولایتونو کې رامنځ ته شوی خو مرکزي او حتی پلازمینه هم د دغسي وحشي پیښو شاهده پاتي شوي ده.

میرمن سمر وايي له قانون او خپلو حقونو څخه د ښځو خبریدل او له عدلي تعقیب څخه د مجرمینو خلاصون هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندي يي د تاوتریخوالي کیسونو په شمیر کې زیاتوالی راوستی دی.
د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مشره همدا راز وايي کله چې له ډیرو ولایتونو د ولایتي بیارغاوني ډلي ووتلي نو هلته مجرمین او تیري کونکي اوس د خوندي توب احساس کوي او همدا لامل دی چې په ښځو او نجونو باندي سیستماتیک تجاوز ته زور ورکوي.

د کمسیون شمیري ښيي چې د ښځو پر وړاند د تاوتریخوالي په کیسیونو کې په دوه زره دیارلسم کال کې د تیر کال د مارچ او سپټمر میاشتو په دننه کې د موجودې مودې په پرتله پینځه ویشت سلنه زیاتوالی راغلی دی.
میرمن سمر نا امنیي او اقتصادي ستونزي د دغه زیاتوالی نور عمده لاملونه بولي.
نن صبا په کلیو او بانډو او حتی ښارونو کې د ښځو او پیغلو نجونو وژنه د یوه ناممکن کار په توګه نه شمیرل کیږي.
هر څوک کولای شي یوه ښځه په افغانستان کې ووژني، قاتل ته مجازات شتون نه لري .

ویل کیږي چې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي قانون له تیر کال راهیسي په پارلمان کې اسیر پروت دی او یو شمیر ملایان یي د ځينو هغو موادو خلاف دي چې فکر کوی په دې سره به ښځي په ټولنه کې ډیر حقونه تر لاسه کړای شي.
ناموسي وژني او حتی د ښځو د بدن د ځينو برخو پری کول اوس په یوه عادي مسله بدل شوي دي.
هره میاشت د ملک له بیلا بیلو ولایتونو د دغه ډول پیښو خبرونه تر لاسه کیږي او حتی د نجلۍ او هلک تر منځ د میني مسله هم اوس په دغه سنتي ټولنه کې د یوه جدي سرغړاوي په توګه شمیرل کیږي چې تر سره کونکو ته یي په ځینو مواردو کې په عام محضر کې د سنګسار سزا هم اورول شوي ده.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس