صفحه نخست > کارتون > دلته زنانه کالی دی

دلته زنانه کالی دی

یک کارتون
عتیق شاهد
شنبه 18 جنوری 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • د زړه خبرې/ مطیع الله عابد

    سر او سرنوشت

    څوک لګیا د خپل مړه ورور سر ته لغتې ورکوي.وايي چې کافر و. بل لګیا دی د افغان بچي سرنوشت ته لغتې ورکوي .وايي چې د لوګر و.

    رشوت اخلو او مسولیتونو سره لوبې کوو. سفارش کوو او د اصولونو سره لوبې کوو.
    هیچا ته هم د بل سر سر نه ښکاري. د چا ښکلی بشر ورته بشر نه ښکاري.

    هغه فټ بالر چې په وینو لړلی سر په لغتو وهي او هغه ډرایور چې د سورلو ډک موټر ېې روان کړی وي او د چرسو سیګرټ وهي يو شان وحشیان دي.

    وحشت وحشت دی. هغه د کمیص پرتوګ او ږیرو پورې محدود نه دی. لشم پشم ټول ېې کوي.خو بس د ریکارډ کیدو او یادیدو خبره ده.

    هغه رډې رډې سترګې چې د خوڅ شوي سر دي او هغه خړې خړې سترګې چې رټل شوي مهاجر دي یو برابر دي.
    د افغان سر او سر نوشت سره لوبې کونکي یو خلک دي .بس ځایونه او نومونه ېې بدل دي

    دروند پښتون

    ستاسو په دروند استقبال کې راځي د یو گرم ډانس دپاره. کرن خان
    بیا لاندې ناست خانان د کرن خان د استقبال دپاره راپاڅي او هرکلي ته ېې لاسونه او څادرونه واچوي او هغه ورته په ټوپونو شي.

    د رنگه ښکلې یمه.خوښه د ټول پښتونستان یم
    لکه سپوږمۍ ځلیږم. زه ښاپرۍ د پریستان یم
    نیم کلی مې وران کړو .نیم به وران کړم

    د ورانو کلو بانډو نه راغلي په خولو ککړ خانان ورباندې پیسې شیندي او خپله خاني ښيي.

    د دې گرم ډانس نه پس بیا دروند پښتون جهانگیر خان د خپلو کاغذي بریتو سره پېنڅه نیولی راننوځي او د پښتنو د غیرت بیان شورو کړي.

    زه هغه غیرتي پښتون یم چې سر ورکوم خو د پښتنې خور د سر څادر نه ورکوم

    لاندې ولاړ پښتانه ورته بیا لاسونه او شپيلي ووهي او د غیرت جذبه ېې راپورته شي.

    بیا غږ شي چې اوس به د پښتون شاه ځلمي شهسوار خان سره د یو بل گرم ډانس دپاره د پښتونخوا بلبله راځي.سنبل خان
    بیا درانه پښتانه ورته گوري او شهسوار او سنبل یو بل ته کله زنگون کې سر ورکوي او کله پتون کې.
    بیا چې دا تماشه ختمه شي نو د ملي احساس فکر پیدا شي او یو بل خان راشي او هغه ورته وايي.
    موږ یو د خیبر ځلمي پښتو زموږه شان دی. موږه پښتانه یو په وطن مو سر قربان دی.

    بس همدا د تماشو او غیرتونو ډرامه روانه وي او دروند پښتون پکې کله د دنیا شي کله د دین . کله د مسرت شاهین او کله د جمالدین.

    ماشیني ژوند

    د خلکو حوصله په ختمیدو ده.د کمپوټر په شان غواړي چې انسان هم ورته سمدستي او د ده د خوښې ځواب ورکړي. اوس څوک د ډیرو خبرو حوصله نه لري.مخامخ خبرې او مجلسونه څه چې په تيليفون هم د دوو دقیقو نه زیات خبرې نشي کولی.ټکسټ پیغامونو کې هم سلام په ځای اس ع لیکي.

    د پلار او استا‌ذ خبره اوریدل نه کیږي .هر څه لنډ او په منډه غواړي. لنډې خبرې، واړه واړه خبرونه.ټي ټونټي او ټویټر
    اوږدې پړپړ او مسلې څوک نه اوري.داستان ماستان نه لولي. بس درې کرښث کیسه او دوه کرښې لطیفه. بیا اوه اوه او هي هي.

    خبره په اشارو علامو او څهرو کیږي. خطونو خو سر خوړلی دی د ایمیل هم سر هم د سر په ځای اخر ګوري چې راکوي ېې که ېې رانه غواړي؟.

    ماشیني مصنوعي او مطلبي ژوند روان دی او موږ پکې اوسیږو

    افغانستان به منې

    هغه خبر چې د کولمبو نه خپور شو او ویل ېې چې افغانستان د آسیا د کرکټ په راتلونکو مهمو لوبو کې د کرکټ د سترو او اولې درجې ملکونو هند پاکستان سري لنکا او بنګله دیش سره برخه اخلي. که همدغه خبر د افغانستان په شان کوم بل ملک په اړه اوریدل شوی وی نو دنیا به لیدلي وو چې څومره تود هرکلی به ېې شوی و. کورني مطبوعات به ورنه ډک وو او ملي جشن به و. دا خبر داسې دی لکه افغانستان د فټ بال په میدان کې د برازیل،المان او ارجینټینا سره لوبو ته رسیږي. خو افسوس چې نړیوال مطبوعات ېې یادوي او د کابل سرکاري رسنۍ یوه هفته پخوا د ملیزیا نه د ګټلې لوبې خبر نشروي ،د شخصي رسنیو خو به څوک څه ووايي .افسوس د افسوس ځای خو دا هم دی چې نړیوال موږ پسې ګرځي او موږ د یو بل نه مخ ګرځوو. هغو راته لارې خلاصوي او موږ نه خپله لاره ورکه ده. څوک ځان افغان نه مني او بل د سره افغانستان نه مني. ګني که سبا پوه شول چې افغان کیدو کې ګټه او د افغانستان په نوم ډالر راځي نو بیا به د هر یو نه مخکې روان وي . افغان مجاهدینو کیدو کې ېې ګټه وه نو وو. افغان مهاجرین کیدو کې ېې مزې وې،نو وو . د افغانستان په نوم چوکۍ ځان پسې تړلې ګرځوي نو وي.
    خو چې پوه شي چې اوس ورنه نورو ته هم ګټه رسي نو بیا خپله جدا تذکیره او ادیره غواړي.

    خو که څوک افغانستان نه مني او په افتخار ېې خار خوري. په نوم ېې شرمیږي نو نه به د تذکیرې شي او نه د ادیرې.
    اوس هم وخت دی. افغانستان ومنئ .ځان افغان ومنئ. ګني سبا به همدې کرکټ پسې لکه فټ بال منډې وهئ او په لاس به نه درځي. که د افغانستان پرمختګ نشې زغملی ،خو د شاتګ نه ېې وویریږئ . د پیښور هغه خراسان کمپ خو هم اوبو وړئ. کچه ګړهۍ هم پخه شویده. بس همدا وطن مو دی. که په نوم نشان او شان باندې ېې ناز ونکړو او د یو بل لحاظ ونکړو. نو بیا به هغه کیبل وي او دا ښاغلی ډبل.

    افغانستان منل ،ستایل او یادول د افغان کار دی. په همدې خو افغان دی. محمد نبي ورته میدان ګټي نو غلام نبي به ېې خبر خپروي.ستانکزی به مقام ګټی نو ښاغلی کرزی به انعام ورکوي. همدې نه خو وطن جوړیږي . اتلان ستایل او خاینان ځړول.

    افغانستان د کرکټ تیرو میدانونو او جامونو ته په خپل زیار رسیدلی. د آسیا جام ته په ګټلي اعتبار رسیدلی. اوس به ځوانان د دغه ګټلي اعتبار پالنه کوي. د کوربنو نه به مننه کوي او د خپل نوم ستانه به کوي. موږ ورنه جام نه غواړو.خو چې خام رانشي. ګټل او بایلل ورسره منو .خو شاته کیدل نه . د افغانستان بچي دي .افغانستان منلي دي. نو افغانستان به راته ګټي.
    سبا چې دی سبا چې دی
    زموږه دی زموږه دی

    فیسبوک څه کولی شي؟
    ما ویل: دا دومره ظلم ناروا او فساد روان دی او ته غلی ېې یو څه خو پرې ولیکه کنه
    تا ویل: په لیکلو څه کیږي .چاته ېې لیکې؟ فیسبوک څه کولی شي؟.

    ما ویل : ولې نه دومره په زرهاو خلک دې لولي. ستا یوه کرښه د خلکو زړونو ته رسي. وه خو لیکه
    تا ویل: دا ټوله ساعتیري ده. بس یو شغل دی. یو د شهرت دپاره لیکي، بل ېې د لذت دپاره لولي. فیسبوک د انقلاب ځای نه دی.

    ما ویل: ولې په دې عربو کې بدلون د فیسبوک او ټویټر په زور رانغلو؟. نو موږ ېې ولې نشو راوستلی.؟

    تا ویل: عربو چې څه وخت موږ ته بمونه جوړل ښودل ،خپل بچي ېې مکتبونو ته لیږل. خپل زندانونه ېې خالي او زموږ کورونه ېې ادیره کړل. عربو سره ځان مه تله. موږ د دریمې نړۍ د دریمې درجې هیواد کې فیسبوک هم د وي سي ار او سي ډي په شان چلوو. یا مړي ګورو یا مړې سترګې.

    ما ویل: ته په خپلو خلکو داسې ګمان ولې کوې. دلته خو اوس هم د قلم او کتاب قدر کیږي. خلک راویښ شویدي. خپل ښه او بد پیژني. فکر لري.

    تا ویل: زه ګمان نه کوم.چې څه عیان دي . د هغې بیان کوم. دلته چې چا ډیر کاغذونه تور کړي وي هغه مامور او چاچې ډیر دیوالونه تور کړي هغه ریس دی. چا چې ډیرزیار ویستلی هغه مشیر او چا چې ډیرې څرمنې ویستلي دي،هغه وزیر دی. دلته د حق خبره چاته او په څه کوې. هغه چې احساس لري هغه اختیار نه لري او چې اختیار لري هغه احساس نه لري.

    ما ویل: نو خاموشي خو هم ګناه ده کنه. حق نه ویل خو هم جفا ده کنه. هرڅه وینې او چپه خولی ېې.دا خو هم ناروا ده کنه؟

    تا ویل : د ویلو سزا چې ووینې نو د خاموشۍ ګناه به غوره وګڼې. دلته چې چا نن حق غوښتلی سبا په حق رسیدلی او چا چې خوله خلاصه کړې ،بیا ېې خوله ورته په سپینه ټوټه تړلې. بس سېل کوه. ګني خپله به تماشه شې. بس یو بل باندې خټې شیندل دي ،لاسونه او لباسونه تورول دي.

    ما ویل: نه نو داسې به ترڅو وي. ترڅو به یو زوره ور اقلیت حاکم او کمزوری اقلیت محکوم وي. یو څو کسان به د ملت فیصله کوي. ترڅو به د ورځې رشوت او د شپې وحشت حکومت کوي؟ دا فریاد به مو کله اوریدل کیږي؟. دا ورځ به مو کله سمیږي؟. که تاسو ېې نه شورو کوئ او بل ېې نه کوي. نو همداسې به ځوریږو او کړیږو.

    تا ویل: بس انتظار کوه . دلته کوم کار زموږ په خوښه شوی. کوم بدلون کې د چا نه په پوښتنه راغلی.بس چې خپلو کې وران شي ،نو د یو نوي دور سامان شي. بس خپل فیسبوک کوه.ساعت تیروه. څنګه چې روانه ده ،همداسې به روانه وي. بس مخونو به بدلیږي.عذاب به هم دا وي. نومونه به نور وي ،حساب به هم دا وي. فیسبوک په پټو مخونو او بې کتابه وختونو کې بدلون نشي راوستی. دلته فیسبوک هیڅ هم نشي کولی

  • محترم مطیع الله عابد ، مهربانی کنید کامنت خود را به زبان د ر ی هم بنویسید تا گفتارشما فهمیده شود .

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس