صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > یو وجود دوه انسانه

یو وجود دوه انسانه

reeshtia
همرسانی

زه هر انسان دوه انسانه ګڼم منې یې؟ <?xml:namespace prefix = o ns = "urn:schemas-microsoft-com:office:office" />

لومړی واوره بیا ووایه.

 ظاهراً هر انسان یو وجود لري، خو زه فکر کوم چې په همدې یوه وجود کې دوه موجوده (انسانان) اوسي، یو مادي او بل معنوي.

مادي انسان هغه دی چې وجود یې ټول ګوري، پېژني یې، کار کوي، ګرځي، خوري، څښي...

خو په همدې مادي انسان کې معنوي انسان اوسي چې ډېر کله ناپېژندلی پاتې کېږي، څوک یې هغسې چې دی نشي درک کولای.

زه مادي انسان فرع ګڼم او معنوي انسان اصل. مادي یا ظاهري انسان د معنوي یا اصل ځاله بولم.

کله کله څه چې ډېر وخت د یوه وجود مادي او معنوي انسانان سره په ټکر کې واقع کېږي، د یوې موضوع په اړه په یوه وجود کې دوه خبرې کېږي، هر یو هم بیل بیل دلیلونه لري.

 ته وګوره کله کله سره لدې چې په اصطلاح زړه دې غواړي یو کار وکړې ښه یا بد، خو ځان سانسوروې اوډډه ترې کوې، یا دا چې له منع کولو سره سره ( د مادي یا معنوي انسان لخوا) هغه کار تر سره کوې، که دا د مادي او معنوي انسان ټکر ندی نو څه دی.

بل دا چې دواړه انسانان د یوه بل په وړاندې برلاسي کېدلی شي، پدې توپیر چې که معنوي انسان پر مادي برلاسی شو، نو وجود په د خیر په لاره سم وي، داسې به هم کېږي چې معنوي انسان خپلې ځینې روا غوښتنې چې د ټولنې له ځینو ناسمو دودونو او اخلاقو سره په ټکر کې وي د مادي وجود د خیر او نېکنامۍ په لار کې ځار کړي، مګر که مادي وجود برلاسی شو او د معنوي هغه په وړاندې یې بغاوت وکړ، نو د شر دنیا خو ډېره لویه ده.

خو سره لدې چې مادي او معنوي انسانان په یوه بل برلاسي کېدلی شي، له یوه بل نه اغېزمن هم دي.د دې لپاره په نړۍ کې داسې څوک نشې موندی چې بشپړ ښه یا بد وي.

په نړۍ کې تر ټولو بد انسان ښېګړې لري چې د بدیو په وجه یې نشو لیدی او همداسې تر ټولو ښه انسان ځینې بدۍ لري چې د ښو تر سیوري لاندې یې ورکېږي او اوچته نه ښکاري.

نو زه هر انسان دوه انسانه ګڼم

اوس ته ووایه منې یې او که نه؟


آنلاین : http://reeshtia.blogfa.com/post-8.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس