ګاونډى غل مه نيسه!
فاروق سلهريا، دې نيوز (پاکستان)/ پښتو کونکى: عبداله هسک
د بشري حقونو په هکله د نړيوالې بخښنې د ٢٠٠٧ کال ګزارش خپور شوى دى چې اسلامي نړۍ په کې د تير په څير تر ټولو ناښاغلى پاړکى جوړوي. د نړيوالى بخښنى لخوا د اسلامي نړۍ هر هيواد ته يا د اعدامونو او شکنجو له امله ګوت نيونه شوى يا د ښځو او قومي او مذهبي لږکيو په وړاندې د تبعيض له امله. هغه مجازات چې آن د ډبرې پېر کې چا ته ورکړل شوي نه ول، د يوويشتمې پيړۍ په اسلامي نړۍ کې اعمالیږي. په يوې قضيې کې د سعودي عربستان دوه وګړو ته د ٧٠٠٠ شلاق ضربو جزا واورول شوه. هو ٧٠٠٠ ضربې. او اعدامونه؟ تپوس يې مه کوئ؛ په ايران کې ٣٣٥، سعودي عربستان کې ١٥٨ او پاکستان کې ١٣٥ مورده. داسې بريښي چې د بشري حقونو تر پښو لاندې کول يوازينى ټکى دى چې ويشلې اسلامي نړۍ سره يو موټې کوي.
دا ګزارش هم مستثنا نه دى. هر وار چې کوم نړيوال سازمان خپل ګزارش خپروي، اسلامي نړۍ د بهانو په لټه کې کيږي. د بې پولي خبريالانو کلنى ګزارش وايي چې دلته د بيان آزادۍ تل ځپل کيږي. د بيان د آزادۍ په تړاو په عربي نړۍ کې دا ټوکه خوله په خوله کيږي چې په يوه غونډه کې يو امريکايي خبريال وویل: "په متحدو ايالتونو کې موږ د بيان بشپړه آزادي لرو. موږ کولى شو څومره چې زړه مو منلي وي د متحدو ايالتونو پر ولسمشر نيوکه وکړو." عرب خبريال په ځواب کې وايي: "موږ هم په عربي نړۍ کې د بيان بشپړه آزادي لرو. موږ هم کولى شو څومره چې زړه مو منلي وي د متحدو ايالتونو پر ولسمشر نيوکه وکړو."
همدا شان دا يا بنګله ديش يا پاکستان يا نايجريا ده چې د نړيوال روڼتوب د فساد د شاخص په سر کې راځي. خو هر کله چې د نړۍ د نوبل جايزې ګټونکي په ستکهلم کې سره راغونډيږي، مسلمان ساينس پوهان او ليکوالان پخپلې ناسوبتيا سره پام ځانته را ګرځوي. که چيرې د نجيب محفوظ په څير کوم يو تن په دې جايزې وياړل شوى هم وي، هغه هم په چاقو وهل کيږي او فلج کيږي. له بده شوميته بريد کونکي حتا د هغه عالي کتابونه هډو نه و لوستي. يا موږ ډاکټر عبدالسلام [پاکستانی فزیک پوه چې د نوبل په جایزې ویاړل شوی و] يوازې له دې امله رټو چې له احمديه ټولنې سره تړلى و. د ډاکټر سلام مورد په ځانګړي ذکر ارزي ځکه چې پوچوالى د نړۍ په دې برخه کې په ګوته کوي.
کله چې بله پلمه را نه ورکه شي بيا نو "يهودان" او "عيسوي" لويديځ دى چې د خپل پاتې راتګ لپاره یې ګرم وګڼو. د علمي او منطقي فکر په ځاى د توطئې تيوري ګانې د اسلامي نړۍ پر ډيرى برخې واکمنې دي. او هر ځل چې په ايران، سعودي عربستان يا پاکستان کې د حقونو د نقض کومه پيښ په ګوته کيږي، د مسلمانانو تيپيک ځواب دا دى: وګورئ عراق، افغانستان، فلسطين او چچينیا کې څه تيريږي. منم چې امپرياليزم او صهيونيزم زموږ په ناخوالو کې ښکيل دي؛ خو بيا هم ډير داسې ټپونه شته چې يوازې ور ته په لوی لاس پر ځان لګيدلي ټپونه ويلى شو.
د بيلګې په توګه د ايران-عراق جګړه درواخلئ چې د تيرې پيړۍ يوه تر ټولو خونړۍ شخړه وه. هيڅوک دا واقعيت نشي پټولې چې متحدو ايالتونو د صدام رژيم ملا وتړله. خو دا عرب شيخان ول چې د ايران انقلاب په ډار اچولي ول او د اور لمبو ته يې لمن ووهله. او عجیبه خو دا ده چې اوس له صدام نه وروسته عراق کې چې "عيسوي" لويديځ د صدام د مهال ٦٦ مليارد ډالره پور عراق ته بخښلى دى، د عراق عرب ورونه دې هيواد ته د ٦٧ مليارد ډالره پور له بخښنې څخه ډډه کوي.
همدا راز د تيرې پيړۍ د مسلمانو تر ټولو خونړۍ ټول وژنه د صربانو، اسراييليانو، امريکاييانو، اروپاييانو يا هندوانو په لاس تر سره نه شوه. دا د پاکستان پوځ و چې یوې دموکراتيکې فيصلې ته یې درناوی و نه کړ، او ختيځ پاکستان یې چې اوس بنګله ديش دى، د وينو په سمندر کې ډوب کړ. په مليونونو وګړي ووژل شو، معيوب شول، تيرى پرې وشو او بې کوره شول. له ښه مرغه پاکستان يو "هندو" ګاونډى لري. خو اوس پاکستاني ماشومان په ښوونځيو کې لولي چې "هندوان له زيږيدو سره سم د اسلام غليمان دي او يو بنګالي غدار (چې بنګاليان يې د بنګله ديش د بنسټ ايښودنکي په توګه درناوى کوي) زموږ له "هندو" ګاونډي سره په تباني کې پاکستان دړې وړې کړ." په زړه پورې خو دا ده چې پاکستان د خپل سهيلي آسيا د ګاونډيانو په ډله کې له نيپال سره چې د نړۍ يوازينى هندو دولت دى، تر ټولو توده راشه درشه لري. بله ټول وژنه د اندونيزيا لخوا تر سره شوه چې د خپلو هغه وګړو په وينو يې منګولې تر څنګله ککړې کړې چې د کمونيست ګوند غړي ول.
شميرې په لاس کې نشته خو اسراييل نه ښايي چې په عرب وژنه کې له ايران سره سيالي وکړى شي. د ايران آخندي رژيم په نيول شويو ځمکو کې د عرب مسئلې قهرمان دى خو د دار ځندۍ په منظمه توګه د خوزستان عرب توکمو غاړې ته اچوي. د دې تر څنګ کولى شو چې د ايران وروستي ګام ته اشاره وکړو چې افغان کډوال يې له خپلې خاورې نه وشړل ګوندې چې افغان کډوال هومره مسلمان نه ول لکه څومره چې فلسطينيان. او نژدې يوه لسيزه مخکې پخپله د "افغانستان په پرزيدلي امارت" کې په زرګونه هزاره ګان د طالبانو په لاس سلاخي شول عمدتاً له دې کبله چې هزاره ګان شيعه دي*. په عراق کې ډير خلک په شيعه-سني نښتو کې وژل شوي دي نه د متحدو ايالتونو د نيواک پر وړاندې په مقاومت کې. په پاکستان کې د هند پر وړاندې د جګړو په پرتله، شيعه-سني نښتو ډير کسان له ژونده بې برخې کړي. جالبه دا چې د اسلامي نړۍ دا يوازينى "اتمي ځواک" د ختيځې پولې له اړخه د خپل "هندو" ګاونډي لخوا نه نيول کيږي بلکه ځمکه یې پر خپلې لويديځې پولې خپلو وګړو ته وبايلله.
دا لړۍ کيداي شي چې پر کويټ باندې د عراق يرغل او حماس-فتح تر منځ تازه اخ و ډب پورې وغځول شي (چې اسراييل ته د شپيته کلنۍ په کليزه شرمونکى ویاړ دی). دا نوملړ اوږد دى: په حقيقت کې ناپايه دی. خو بيا هم د ټولو ستونزو حل لاره تل ساده ده: هغه خيالي تيرمهال ته ستنيدنه چې له ښه مرغه د اومې پيړۍ خلکو ته يې هيڅکله شتون نه درلود. هر وار چې لويديځ کې يو ساينس پوه کومه اختراع کوي زموږ تيار ځواب دا دى: کوم څه چې لويديځ يوازې اوس موندلى دى، موږ پرې ١٤٠٠ کاله مخکې پوهيدو. د يو فلم سره په مخاميدو، تيو وانګوخ وژنو. کفرآميز او توکم پاله کاريکاتور ته په ځواب کې خپل ښارونه د اور په لمبو کې لو لپه کوو. خو بيا هم نه غواړو ومنو چې زموږ ځواب د هرې "پارونې" په وړاندې يا فتوا ده يا بې مغزه تاوتريخوالى- شاید کبل یې دا وي چې له خلاقيت نه کرکه لرو خو دا کرکه نه په دې خاطر ده چې موږ سمسور او حاصلخيزه ذهنونه نه لرو، بلکه په دې خاطر ده چې موږ رهايي او آزادي نه لرو—رهايي له هغه ذهني، اخلاقي او فرهنګي سانسورونو نه چې پخپله مو پر ځان تپلي دي؛ او د فکر او بيان آزادي. اوس وخت رارسيدلى چې د سوريې ستر شاعر نزار قباني ته غوږ ونيسو چې ويلي يې و:
پنځه زره کاله
د ږيرې پریښودل
پخپلو سمڅو کې.
زموز رواج څوک نه پيژني،
سترګې مو د مچانو پټنځایونه دي.
ملګرو،
دروازې ماتې کړئ،
ماغزه مو پريمنځئ،
کالي مو پريمنځئ.
ملګرو،
يو کتاب ولولئ،
يو کتاب وليکئ،
کلمې، انار او انګور وکرئ،
د پرخې او واورو هيواد په لور روان شئ.
هيڅوک نه پوهيږي چې تاسې په سمڅو کې يئ.
خلک په تاسو د کم اصلو ګمان کوي.
* لیکوال په ناڅرګند دلیل د مسلمان پاکستان په لاس د مسلمان افغانستان ویجاړیدو ته هیڅ اشاره نه کوي.