د اسلامی بنسټ پالو جنایات په افغانستان کښې د خلق دیموکراتیک ګوند( د وطن ګوند) د بری الزامه په مانا نه دی
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
دواد خان جمهوری رژیم غوښتل چی د افغانستان اقتصادی او ټولنیز وضعی ته سمون ورکړی، کله چی داود خان د پخوانی شوروی اتحاد ناتوانی د خپل لوی پلانونو د نه تطبیق او د شوروی اتحاد له خوا د نه منلو موضوع احساس وکړ، بی له کوم سازش په بیړه سره خپل اړیکی بل اړخ سره ټینګ کړ، چی د هغه په نتیجه کښې د شوروی اتحاد استخبارات او د افغانستان په دننه د شوروی اتحاد استخباراتی جاسوسان ( خلک دیموکراتیک ګوند رهبران) را پاورول چی د همدی دلیل پر بیناد د خلق دیموکراتیک ګوند چی تر دی دمه د خلق او پرچم په دستو ویشل شوی وه د مسکو د استخباراتی شبکو د هلو ځلو او د فشار په نتیجه کښې سره متحد شول ، او وروسته خونړی او کرغیړنی کودتا وکړ.
نورمحمد تره کی، ببرک کارمل، حفیظ الله امین، کشتمند، غلام دستګیر پنجشیری، داکتر نجیب الله او نورو تر رهبری او مشری واک تر لاسه کړ او په ډیر افراطی ډول سره د سو سیالیزم د نظام د پلی کولو د پاره د ډیرو ناپوهو او بی رحمو انسانانو په اتکا باندی مټی ونغړول او د خپل ناروا پالیسی په درلودلو سره د افغانی سنتی ټولنی کرکه او نفرت راوپارول او افغانستان د نورمال ټیکاو له خپل مدار څخه ووت.
د ۱۳۵۷ د ثور د اوومی نیټی څخه تر ۱۳۷۱ د ثور د میاشتی تر اتمی نیټی پوری د خلق دیموکراتیک ګوند ظالمانه او ناځوانمردانه واکمنی د افغانستان په تاریخ کښې په تورو کریښو لیکل شوی دی.
د خلق او پرچم کودتا د بدبختې لامل شوه، لکونو، لکونو افغانان ووژل شول، کونډی یتمیان او معیوبین شول او هیواد په کنډر بدل شوه.
د خلق او پرچم ډلي ګڼ شمیر بی ګناه افغانان اعدام کړل او یو شمیر جاهلانه فرمانونه جاری کړل چی د افغانستان د هغه وخت د شرایطو سره برابر نه وه.
سیاسی مخالفین او هغوی چی په هیواد کښې هوښیار او ترقی پسنده ول زندانونو ته واچول شول.
د نظامی کودتا نه وروسته د مسکو پلو رژیم ټینګیدل د ټول ملت ملی احساسات وپارول او اولسونو د خلق او پرچم له حکومت سره یی په جکړو لاس پوری کړ.
د یادونی وړ بولم دا چی په لومړینو شبیو کښې د وګړو او د اولسونونو ملی احساسات پاریدل خود جوشه وه، او هیڅ یو ګوند، ډله او یا کوم خارجی هیواد لاس نه درلود، بیا وروسته نړیوال ملاتړونه وشول.
دوی پر خلکو باندی هیڅ ډول اغیزی نه درلودی او هر څه په زور اجرا کیدی.
ځکه د دوی په حاکمیت کښې دولت بی اغیزی و، نظام یی کمزوری، او د دوی د ظالمانه واکمنی په دوران کښې د ملت حیثیت او ملی هویت مو تر هر وخت نه کمزوری پړاو ته رسیدلی وه، او د دوی د حکومتونو اړیکی له نړیوالی ټولنی سره په خطرناک حالت کښې وی او د هیواد دننه او بهر د افغانستان راتلونکی په اړه ډار او نهیلۍ فضا حاکمه وه او امنیتی ستونزی زیاتی شوی وی او د دوی د کنترول نه بهر و، او همداسی لوی لاری بی امنه او بی دسیپلنه وی او د دوی حاکمیت تش په نامه وه او په زور ساتل شوی وو، چی د افغانستان د اولسونونو او قومونو سراسری پاڅون د دوی څخه د کرکی په مانا وو.
د خلق دیموکراتیک ګوند او د هغه د مربوطو فراکسیونونو د واکمنی په دوران کښې د افغانستان په دننه د تفکر او د بیان ازادی کاملآ وجود نه درلود ځکه د خلک دیموکراتیک ګوند( وطن ګوند) د ازادی او خپلواکی د کلمی څخه کرکه او نفرت درلودی، سیاسی مشران هر یو تره کی، امین، ببرک، نجیب په خپل نوبت د هغه وخت د سیاسی وضعې او د هغه څخه د حاصلو شرایطو پر بنسټ د خلق دیموکراتیک ګوند( وطن ګوند) د عمومی منشیانو په توګه جابرانه او د ظالمانه کرکترونو په وجه چی د دوی د فطرت په دننه نغښتی وو،د افغانانو پر سرونو لوبی وکړی، او هغه څه چی دوی د اولسونونو، قومونو او روښنفکرانو سره وکړ څرګند او ښکاره دی.
دا چی دوی د مسکو سره وابستګی درلودی د هیواد او د هغه د وګړو پر وړاندی ځانونه مسول نه ګڼل، د سیاسی مخالفینو اعدام، شکنجه، ترور، وژنه، نفاق، کرکه د دوی ورځنی کار وو، هر هغه وطن پال چی د دوی د ګوند غوښتنی نه منل انجام یی مرګ او زندان وو،هغوی چی په ټولنه کښې د اعتبار او باور وړ ول هر یو داکتران، انجنیران، استادان، معلمان، محصلان،قومی مشران، متنفذین، روحانیون،کارګران، دهقانان، او سیاسی مخالفین د دوی دښمن ګڼل کیدی.
د خلق دیموکراتیک ګوند مشران او د اول لاس ګوندی کادرونه پر ازادی، دموکراسی، د تفکر او بیان ازادی،هوساینی او د افغانستان د پرمختیګ او ترقی فکرونه او لری لید نه درلودی، دوی هر یو د یوګوندیز د پروګرام تر اغیزی لاندی د مسکو د اوامرو څخه په پوټه سترګه پیروی کول.
او د خلک دیموکراتیک ګوند مشران او د اول لاس حزبی او دولتی کادرونه د روسی مشاورینو او د وحشې او مست جنرالانو د اطاعت څخه پرته د هیڅ کار او عمل صلاحیت یی نه درلودی.
دا په دی وجه چی دوی پر خپلو خلکو او اولسونونو باندی باور نه درلود او دا یو څرګند او انکار نه منونکی حقیقت دی.
ددی لیکنی حوصله دومره نه دی، چی د دوی د ټولو جنایاتو څخه یادونه وکړم، ځکه د دوی د جنایاتو ګراف ډیر لوړ دی.
هغه کوم اګاهانه سیاسی جنایات چی دوی پری پوهیدل او د پوهیدو په صورت کښې بیا هم د روسی مست جنرالانو چی په ړانده بمباری او د ټنکونو او توپونو پوسیله په لکونو، لکونو افغانان دوی ووژل، ددی وژنی نورو جنایاتو پر وړاندی د خلق او پرچم رهبران چوپه خوله پاتی شوی وو، دا هغه څه دی چی موږ په ټول هیواد کښی څلوښت زره(۴۰) زره قریه جات لرو او ددی جملی څخه ( ۳۷۰۰۰ ) زره کلې د انسانانو سره یانی د ماشومانو، سپین ګیرو، ښځو په شمول یا ووژل شول او یا د د وطن څخه په وتلو اړ کړی شو، باغونه، څاروی، ځنګلونه، ونې، زراعت، مالدری، کانالونه، د اوبو بندونه او حتی د افغانانو سپې هم زیانمنی شوی او د نابودی سره مخامخ شول.
نو دا څرنګه مبارزی وی؟
ایا دا د دوی خدمت ول؟
ایا دا د حقیقت څخه لیری دی؟
افغانستان د افغانانو ګران هیواد دوی ویجاړ کړل،په لکونو، لکونو بی ګناه انسانان د روسانو او د خلق او پرچم د ډلی لخوا ووژل شول او دا وژنه کومه سیاسی تیروتنه نه وو، بلکی حساب شوی او سازمان ورکړ شوی وژنه، اعدام او شګنجه ول، چی د دوی په جابرانه حاکمیت کښې بی ګناه افغانان په شهادت ورسیدل او شپیږ( ۶) میلونه بی دفاع افغانان دیته اړ کړی شو چی وطن پریږدی او ګډه وکړی او د پردو خصوصآ د پاکستان او ایران د حکومتونو د ظالمانه چتر لاندی شپې او ورځې سبا کړی.
دا د دوی د هغه مبارزی نتیجه ول چی ګوندی د خوارنو د حقوق او د حق په دفاع کښې ترسره شول.
د خلق دیموکراتیک کوند( وطن ګوند) د عمومی منشیانو، لوړ پوړی ګوندی او دولتی کادرونه، وزیران، والیان، جنرالان، ریسان، قوماندانانو او نورو په وجود کی ناپوهی، جاهلات، نفاق، وژنه، ځان غوښتنه، تکبر او لویی او اګاهانه جنایان نفښتی وو او دی، دوی هر یو داسی محاسبه درلودی چی ګوندي د دوی واکمنی او ظلم تر ابده پوری به دوام وکړی، نو ځکه دوی شخصآ د سیاسی مخالفینو، د قومونو او اولسونو، روښنفکرانو د قتل او وژنی دستور ورکول او د خپلو شخصی اهدافو په خاطر د واکمنی او شرابو په نشه کښې ددی هیواد پرخلکو باندی ملنډی ووهلی هغه څه چی دوی وکړ، ځواب به یی ورکړی،ځکه دوی د پاکو افغانانو د مرګ ،وژنی او د وطن د بربادی مسولین ګڼل کیږی.
نور بیا