Hask
شنبه
29 دسامبر 2012
زمان خواندن:
(تعداد واژه ها: )
همرسانی
د م . ګلالۍ ژباړه او لنډیز _ هالنډ
احمد ظاهر دډاکټر عبدالظاهر زوی و چې د ١٩٤٦ کال کې د جون په ١٤نیټه د لغمان په ولایت کې زیږیدلی و . داحمد ظاهرلنډژوندوښودله چې هغه د دې لپاره زیږیدلی و چه دخپل لوړ استعداد لویه برخه افغان موسیقۍته ځانګړې کړي . ده په ډیر کم عمر کې دموسیقۍ
د هنر سره مینه لرله،او په ډیر کم عمر کې یې دټمبور، مانډولین او اکارډیون
په غږولو پیل وکړ . د نولس سوه شپیتمو کالونو په پیل کې احمدظاهر دکابل د
حبیبی د لیسې څخه په کنسرتونو لاس پوری کړ او د خپلوملګرو په ګډون یې ځانته د موسیقۍ یو ګروپ هم جوړ کړ.
داحمد
ظاهر ښکلی او زړه راښکونکی غږ او دموسیقۍ په برخه کې د هغه دژور احساس له
برکته وه چې هغه په افغانستان کې په نوي کیفیت سره د موسیقی لارښونه کوله .
له نیکه مرغه احمد ظاهر ددې امکانات هم لرل چې دهیواد دوتلو موسیقي پوهانو
لکه ساکفونسټ استاد اسماعل عظیمي ، ترومپت نواز استاد ننګیالی ، کمپوزر
نېنواز، ترانه ساز مسحورجمال او داسې نورو سره یوځای د خپل استعداد د لا ځلاولو لپاره کار وکړی .
د احمد ظاهر دورې د افغانستان په موسیقۍ کې د یو نوی خوزښت د راوستلواستازیتوب کاوه چې دلویدیځ د موسیقۍ تر اغیزلاندې راغلی
و . دغه موسیقې ته اماتورلقب ورکړل شوی و، ځکه چې سندرغاړی یې په دودیزه
توګه دداسې کورنیو څخه و چې د موسیقۍ سره ئی هیڅ ډول تړاو نه لاره . په هر
حال د لویدیځ د موسیقۍ د اغیزجرړو لا پخوا خوزښت پیل کړی و چې نښې یې په
١٩٥٠ کلونو کې د افغانستان دراډیو ټلویزیون وتلو هنرمندانو لکه استاد سرمست، ساربان او نینواز کې ښکاره کیدلی .
احمد ظاهر د موسیقۍ سره دخپلې ځانګړې میني او ټینګې ارادې په اساس ٢٢ البومونه ثبت کړي او
دري ټوکه نوریې هم د افغانستان راډیو له لارې خپاره شوي دي چې د احمد ظاهر
د غږ د مینه والو تنده پرې ماتیږي . احمد ظاهر د غزلو ، آزادو شعرونو او
عشقي سندرود ویلو تر څنګه ځیني داسې سندري هم ویلی دي چې دهیواد واکمنوسیاسي اوټولنیزو حالاتو ته ځانګړي شوي وي ، لکه زندګي اخر سراید،مرا از این قفس آزاد کنید او داسې نورې سندرې چې احمد ظاهرپه هغوي کې د هغه وخت د حالاتو په هکله خپل فکر،درد او اعتراض په ډیر ښکلی غږاو هنرسره مینوالو ته بیان کړي .
له بده مرغه داحمد ظاهر عمر ډیر لنډو او د٣٣ کالو په عمر د ١٩٧٩ کال دجون په ١٤نیټه یې په یوه دردونکي پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او خپل ټول مینه وال یې په ویر کښینول .