صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > دفکر ډول دي بدل کړه

دفکر ډول دي بدل کړه

Hask
يكشنبه 7 آپریل 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

local/cache-vignettes/L300xH168/0046380067075886-246d5e4c-42b0c.jpg?1707745789

سړى چي سهار له خوبه راپاڅيد، ګوري چي
تبر يې ورک سوى.

پخپل ګاونډي شک پيدا سو چي کيداي سي
دا به هغه غلا کړى وي، ددې لپاره چي خپل ګاونډى وڅاري ټوله ورځ يې دده حرکات او کړه وړه
تر نظر لاندي نيولي و.

متوجه سو چي ګاونډى يې د غله په څېر
حرکت کوي، د غله په ډول پر لاره ځي، ټولي کړني يې داسي دي لکه يو شى چي پټوي.

نور
يې نو شک په يقين بدل سو تصميم يې ونيوئ چي کور ته ولاړ سي، کالي بدل کړي او قاضي
ته شکايت وکړي.

کله چي کور ته ورسيد تبر يې پيدا کړ،

ميرمني يې ځاى پر ځاى کړى و.

سړى بيا له کوره راووت او ګاونډى يې
بيا تر نظارت لاندي ونيوئ،

دده نظر او فکر بدل سو د ګاونډي ټول کړه وړه، حرکات،

خبري د يو شريف سړي په څير ورته ښکاريدلې.



پاملرنه:

هر څنګه چي ته ځان ته ګوري
هماغسي يې،

که فکر کوې چي هميشه به
ناکام او موخي ته به ونه رسيږي

دا ريښتيا ده بريالى
به هم نه سې،

که دي ښه فکر کاوه او
همېشه دي مثبت اړخ څېړئ،

نو هيڅ کله به ناکام نه
سې.

خپل د فکر ډول دي بدل کړه.

يو عالم څه ښه ويلي دي:

(ځان داسې کړه لکه سمندر
چي څوک دي اسرار نه سي معلومولای،

ځان داسي کړه لکه اسمان چي
څوک دي هيلي نه سي درولای،

داسي سه لکه مرغه چي کړه
وړه دي څوک له ګواښ سره

نه سي مخ کولای، داسي سه
لکه ونه چي رېښې دي

څوک نه سي پرې کولای او
داسي سه لکه ډبره چي څوک دي

نه سي ماتولای. . .

او ستا د خير کارونه بايد
د هغه چاپه څېر وي چي پر شګو روان وي،

ږغ يې نه اورېدل کيږي؛ خو
نښي يې څرګندي وي.)


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/52...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس