جبران خليل

Hask
پنج شنبه 9 می 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

جبران خليل د اروپا او منځني ختيځ پرادبياتو اغېزمن ليکوال

زوکړه :

 جبران خليل جبران د ۱۸۸۳ زيږديز کال دجنوري په شپږمه دلبنان په شمالي غرنۍ او ښکلې سیمه (البشري ) کې نړۍ ته د (ماروني) په نوم مسيحي کورنۍ کې سترګې وغړولې ، چې په خليل جبران سره مشهوره وه .

 دهغه مور کامله رحمه نومېده ، په هنر او انځور ګرۍ کې يې لوی لاس درلود . دوو خاوندانو یې لاره بېله کړې وه او د جبران پلار خليل جبران دهغې درېيم خاوند و .

 دجبران پلار يو مست او بې مسووليته انسان و ، چې ټوله کورنۍ يې خپله په لوی لاس ،دستونزو ګردابونو ته ورټېل وهلې وه ، ده يو بل ورور هم لرلو ، چې پیتر نومېده او شپږ کاله له ده نه مشر و ،د ماريانه او سلطانه په نوم یې تر ده دوې کشرانې خويندې وې ، چې ټول ژوند یې یو له بل سره تړلی و.

 دجبران ژوند له ډېرو لوړو ژور او ستونزو ډک دی او په يوه اغزن چارپيريال کې رالوی شوی دی .دی له رسمي زده کړو پاتې شو او په يوه لرې پراته کلي کې ديوه کشیش سره اوسېده ، له دغه کشیش سره یې منظمې لیدنې کتنې درلودې ، دمذهب اصول ، انجيل ،سوري او عربي ژبې یې ترې زده کړې .

 دی لا اته کلن و ، چې پلار یې جبران خليل دمالياتو دنه ورکړې په سبب په زندان کې ولوېد او عثماني حکومت یې ټوله شتمني ترې واخیسته ، له خپل هېواد نه یې کډوالۍ ته مجبور کړ ، چې بالاخره دهغه مور مجبوره شوه ، څو خپل اولادونه او کورنۍ امريکا ته بوزي .

دامريکا په لور :

  همغه و چې د ۱۸۹۵ کال دجون په میاشت کې چې جبران لا دوولس کلن و له مور ، ورور او دوو خويندو سره یې له خپل پلارني وطن لبنان نه مخه ښه وکړه ، هلته لرې دامريکا په باسټن کې یې ژوند پیل کړ.

 دده بد خویه پلار چې په همغه مهال له زندان نه خوشی شوی و ، ددغه سفر سره مخالفت درلود او نه یې غوښتل ، چې کورنۍ يې امريکا ته لاړه شي .همغه و چې له کورنۍ نه يوازې په لبنان کې پاتې شو .

جبران په باسټن کې ښوونځي ته لاړ او ډېر زر يې خپله پوهه او ذکاوت څرګند کړ ، هلته يې په دوولس کلنۍ دانګليسي ژبې په زده کړه پیل وکړ .

د ۱۸۹۶ کال په وروستيو کې د باسټن هنري مرکز بنسټګر دينوسن هاوس دخپل يوه ملګري په مرسته له جبران سره آشنا شو او له هغه یې وغوښتل ، چې دده هنري مرکز ته ور شامل شي .جبران یې خبره ومنله ،خو يو کال وروسته هلته زړه تنګی او خپل ټاټوبي ته راستون شو ، څو په عربي ژبه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ، دی هلته يوې مدرسې ته لاړ، داخلاقو او مذهب په زده کړه يې پیل وکړ .

جبران په امريکا کې انځورګرۍ ته مخه کړه او په ۱۹۰۸ کال کې يې په پاریس کې فرهنګي کړيو او محفلونو کې ګډون وکړ او د (اګوست رودن) تر روزنه لاندې یې درسونه وویل ، رودن ان هغه مهال دجبران لپاره ديو ښه او ځلانده راتلونکې وړاندوينه کړې وه .

 که څه هم ګڼې ښځې دهغه ژوند ته راغلې ، خو تر ټولو نه دمهمې هسکل او شارلوت تيلر نوم اخيستلای شو ، دغه دوې ښځې په ځانګړي ډول (هسکل )شايد له هغه مهمو ښځو نه وي ،چې دجبران په ژوند کې یې مهم رول .......

نور لاندي 

د بشپړ مطلب

 په برخه کي وګورئ


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/56...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس