صفحه نخست > دیدگاه > د افغانستان په چارو کی په تیره بیا دملی مسائيلوپه هکله دایران او پاکستان د (...)

د افغانستان په چارو کی په تیره بیا دملی مسائيلوپه هکله دایران او پاکستان د حکومتونو پالسیو ته یوه لنډه كتنه

Toshiba
چهار شنبه 14 می 2008

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

په اوسنی کړکیجنو اوغیر امنیتی حالاتو کی ایران او پاکستان غواړی خپلی گټی دافغانستان په راتلونکو انتخاباتو کی تمثیل کری

ايران او پاكستان دافغانستان دوه نږدی او په ظاهرکی دافغان جنگ ځپلي او خوار ولس دلسوزه، متعهده، په نیب کی صاف او با دیانته ګاونډي هيوادونه دی چی د افغانستان د تپل شوی دیرش کلن جنگ جگړی په اوږدو کی د قومونو او قبیلو په منځ کی جنگونه غزولی دی او په باالفعله و باالقوه توگه په جگړواو ورانیو کی ونډه درلودل او دافغان مسلمان ولس د مړینی او ژوبلی مستند او مشهود مسببان او عاملین دی.

جوته ده چی دتاریخ په اوږدو کی د ایران او دپاکستان د دواړو استخباراتی او نظامی لاسوهنو نتیجه وه چی تر اوسه مخصوصاً د ناتو په موجودیت کی د افغنستان په جگړو او نا امنیو کی لاس لری.
پورتنی مغرضو او مداخله گرو هیوادونو او دهغوی ملگری د هاغو هدف درلودونكو هيوادونو له جملو څخه شميرل كيږي چي دتاريخ په اوږدوكي په تيره بياپه افغانستان كي د شوروي اتحاد د سره پوځ ديرغل دنيټي څخه وروسته په پربنډو توګه زمونږدګران هيواد په چارو كي دخپلوناوړو ګټو په ترلاسه كولوكي په سياسي، اقتصادی، بیارغونی اوپوځي اړخونو كي د دوستي او ورورګلوي تر شعارلاندی ډول ډول كرغيړن تحركات ترسره كړي او افغان مسلمان ولس ته د سر او مال زښت زیات تاوانونه رسولی دي.

دپورتنيو مغرضو هيوادونودشرمه څخه ډك ناوړو لاسوهنو او سياسي تحركاتو له جملو څخه زمونږپه ګران هيواد كي په تيره بيا په دي ورستيو كي زمونږدپښتنو او هزاره وروڼو په منځ كي دنفاق او شقاق د بيا را ژوندي كولو او په هيواد كي د ګډوډيو، ناامنيو او وينو تويولوپراخه موقع او زمينه برابرولو لپاره هڅي او هاند د ځينو پلورل شويو او سست عنصرو افغاني ګوډاګيانو په واسطه په پراخه پيمانه پيل شوي دي، چي زمونږ هيوادوال په تيره بيا ګران لوستونكي د تورخمه څخه تر تورغونډۍ پوري تري خبردي.
داچي هوس هوس په موجوده حساسو شرایطو کی دافغانستان د ځوان حکومت او دخلكو دمنتخب نمايندګانو په وړاندي هاغه ملی اودروند مسئولیتونه چی په هیواد کی د ملي وحدت تأمینول، ملي ګټي خوندی کول ، ملي امنيت راوستل او ټولنيزعدالت پراخولو په لاروچارو كي دروند پیتئ پروت دئ، چی د قضيي يوه اساسی اړخ تشكيلوي، همداشان له بلي خوا څرنګه چي ولیدل شو په غزني او باميانو په ولايتونو په خینو سیمو او علاقو کی كي دكوچيانو او هزاره وروڼوپه منځ كي د تاوتريخوالۍ په اړوندو مسايلو كي زمونږ په هيواد مين ځيني منتخب نمايندګانو ولي د يو اود بلو پلمو خپلو اعتراضاتو او اعتصاباتو ته قانونی بڼه ورکوی؟ او ولي د څه دپاره په كابل پوهنتون كي دمحصلينو د پاكو احساساتو څخه د يو او بل قشر په ګټه او خلاف سياسي ګټی اوچتیږی؟ آيا ويلاي شو چي په دي اړوندو ملی ضد مسائلو كي دچا لاسونه دى؟ مسلمه او ثابته خبره ده چي نه يواځي په دي ورستيو تاوتريخوالو كي بلكي په مجموعي توګه ويلاي شو چي د افغانستان ګاونډي هيوادونه (ايران او پاكستان) هيڅكله نه غواړي چي زمونږ په جنګځپلي هيواد كي سوله او امنيت تآمين شي.
د بهرنیو صاحب غرضو ټولگیو او ځواکونو، کوم چی په افغانستان کی ملی، ژبنیز، قومی، نژادی او مذهبی مسایلو کی گوتی وهی او دقومونو او قبایلو تر منځ ملی نفاق او بیلتون منځ ته راولی په لاندی ډول سیاسی او استراتیژک اهداف او پلانونه لری:

1- په افغانستان کی دجنگ جگړو دوام او پراختيا.

2- په افغانتسان کی پراته او میشته ناټو ځواکونوته تهدید او گواښ.

3- دافغانستان موجوده حکومت کمزورئ کول.

4- دافغانستان په راتلونکی ریاستی او پارلمانی انتخاباتو په درشل کی دخپلو پخوانیو تالی څتو طرفدارانو په منخ کی دسیاسی و اقتصادی هدفونو د تامینیدلو په منظور نفوذ او حضور پیداکول.

5- د تش په نامه آزاد اقتصادی بازار څخه به گټه اخستلو په تول هیواد کی د خپلو بی کیفیتوصنعتی، خوراکی، ملبوساتی، طبی اواستهلاکی تولیداتو او توکو د هیواد بی سرحده او بی دروازی ښارونو او بازارونو ته په قانونی او غیر قانونی توگه واردول او پیرودل.

په پای کی ویلای شو چی په سیمه کی د پورتنیو نوښتونو او سیاسی خوزښتونو څخه داسی څرگنریزی چی مغرضو هدف لرونکو او مداخله گرو هیوادونو تر هاغه وخته پوری به خپلو کرغیړنو پالسیو ته به دوام ورکړی تر څو چی دافغانستان جیوپولوتیک او جیواستراتیژیک منل شویو بین الاقوامی یا بین المللی پولی، کرښی او سرحدات ونه ټاکل شی و په پوره توگه ستراو امن نشی.
او له بلی خوا په افغانستان کی د پوره ثبات، امنیت او تولنیزعدالت تأمینول او راوستلو په لارو چارو کی د یو اساسی، منل شوئ، انطباقی میکانیزم او استراتیژی ضرورت لیدل کیزی چی د یو پیاورئ اسلامی او حقوقی نظام په رڼا کی د جناب منتخب جمهور رییس کرزی او د افغنستان پخوانئ وزیر جلالی صاحبانو او همدا شان د نورو ملی او نریوالو منابعو په قول او ویناوی ٌ افغاني و بهرني قاچاقبران، مفسدین، رشوت خواره، توپك سالاران، بی تعهده، بی تجربه، بی ظرفیته، تپل شوئ، مصلحتی، غرب خپلی دوه تابعیتان او غیرمسلکی اشخاص او افراد پکی نه وی او دقانون د غیر مشروط،، تنفیذ د زمان، مکان او نورو مبتذلو سلیقو او ملاحظاتو څخه پرته په غوڅه توگه پلئ شی. نو هاغه وخت لیدل کیژی چی نه یواځی د هیواد او د خلکو دبهرنیو اوکورنیو دښمنانو لاس د افغانستان څخه پریکیزی بلکی په هیواد کی ټول میشته مسلمان وروڼو او قومونو په یو آواز او یو لاس دخپل ویجاړ او جنگځپلی هیواد په بیا رغاونی کی د اعتماد او ورورگلوئ ترسیوری لاندی ونډه اخستئ شی او بس.

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • مبارک باشد، بالاخره کابل پرس هم یک مقاله به پشتو دارد!!!!

    • این کابل پرس نه بلکه شما هستید که برای اولین بار میبینید. بزبان پشتو قبلا هم چندین مقاله به کابل پرس نشر شده بود که شما متاسفانه ندیده اید

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

Nations | Hazara | Tajik | Uzbek | Turkmen | Hindu and Sikh | Kyrgyz | Nuristani | Baloch | Pashtun/Afghan | Arab/Sadat

جستجو در کابل پرس