پیونګ یانګ یو مشهور سیاست وال پانسۍ کړ
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
د شمالي کوریا دولت د اوسني ولسمشر د پلار نږدي کس د کودتا د پلانولو په جرم اعدام کړ.
Jang Song-thaek چې د حکومت یو نږدي کس وو پرون ورځ په دار وځړول شو.
د شماي ن د مشر کیم یونګ اون، د ترور میړه جونګ سونګ تیاک، اعدام شوی دی. څو ورځي مخکې شمالي کوریا اعلان کړی وو چې دغه پخوانی دولتي چارواکی د «جنایي جرمونو» له کبله له دندې ګووښه شوی دی.
د شمالي کوریا مرکزي آژانس د جمعې په ورځ وویل چې د دغه هیواد د رهبر کیم یونګ اون، د عمه مېړه جونګ سونګ تیاک، د پنجشنبې په ورځ تر یوې خاصي پوځي محکمې وروسته اعدام شوی دی. هغه په یوه وخت کې تر کیم یونګ اون، وروسته د شمالي کوریا تر ټولو دوهم قدرتمنده سړی بلل کیدی.
د شمالي کوریا رسنیو جونگ ته «تر یوه سپي د بدتر وگړي» خطاب کړی دی او ویلي یې دي چې هغه غوښتل واک ته د کیم یونگ اون د رسیدو مخه ونیسي.
شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ دا خبره تاييد کړې وه چې جونگ له دندې گوښه شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي کوریا استخباراتي ادارو ویلي ول چې د شمالي کوریا دغه پخواني لوړپوړی چارواکی د نومبر میاشتې په اخرو کي له دندې گوښه شوی وو.
د شمالي کوریا دولتي رسنې ویلي دي: «جونگ او د هغه ملاتړو په جنایتونو لاس پوري کړی دی چې ذهنونه خراب کړي او زموږ انقلاب او گوند ته یې ډیر زیان رسولی دی.» پر جونگ باندي د اداري فساد، عیاشۍ، له مخدره مواد څخه د گټه اخیستلو او د یوه فاسد تورونه لگول شوي ول.
جونگ د شمالي کوریا د ستر مشر کیم ایل سونگ له لور سره واده کړی وو.
واک ته د اوسني ولسمشر د رسیدو را پدې خوا د د یوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي د اعدام لومړۍ پیښه ده.
دغه پیښه په نړیواله کچه هم غندل شوي ده.
پيامها
16 دسامبر 2013, 19:56, توسط انتی پاشیست
بنازم اوغان با فرهنگ را که بجلی میگوید , تلویژبون, وسیار ,شروات(اغازین, ابتدا) و اینک پانسی میگوید! بدا بحال شما وطن فروشان نه کلدار را رها کردید نه هم زبان پنجاب و غلامی انان را !