صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > په کرکټ کي ستر ریکارډونه

په کرکټ کي ستر ریکارډونه

Hask
چهار شنبه 12 مارچ 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

په کرکټ کي
ستر ریکارډونه

١:  سچن ټنډولکر د کرکټ په نړۍ کي هغه لوبغاړى دئ چي ددې لوبي په تاریخ کي
ترټولو زیاتي سل نړیوالي سلیزي لري چي 51
ټیسټ او 49 یو ورځنیو لوبو کي دي
.


٢: سچن ټنډولکر ددې لوبي په تاریخ کي هغه لوبغاړى دئ
چي له نورو لوبغاړو زیاتي 62 ځله دلوبي غوره لوبغاړى نومول سوى.

٣:  سچن ټنډولکر دکرکټ لوبي هغه لوبغاړى دئ چي له
نورو ټولو کرکټرانو زیاتي منډي هم په ټیسټ 15921 منډي او هم په یو ورځنیو لوبو
18426 منډي کي لري
.

٤: سچن ټنډولکر دکرکټ په
تاریخ کي هغه یواځینى لوبغاړې دئ چي له نورو لوبغاړو زیات( 24 کاله) ئې نړیوال
کرکټ کړیدى
.

٥: سچن
ټنډولکر په نړیوال کرکټ کي هغه یواځینى لوبغاړى دئ چي دلومړي لوبغاړي په توګه په
زیاتو (200) ټیسټ لوبو کي لوبېدلى چي 200 مه لوبه ئې په ممبۍ کي دویسټ انډیز خلاف
دنړیوال کرکټ وروستۍ لوبه هم وه
.

٦: هندي
ورینډرسیهواګ په نړیوال کرکټ کي هغه لومړى او مخکښ منډه جوړونکى دئ چي په یو
ورځنیو لوبو کي ئې د ویسټ انډیز خلاف په 149 بالونو د سعید انور 17 کلن ریکارډ مات
کړ او 219 منډي ئې جوړي کړې
.

٧:اسټرالوي ډونلډ بریډمین د
نړیوال کرکټ هغه یواځینى کرکټر تیر سوى چي په ټیسټ کرکټ کې 99 اشاریه 94 اوسط کي
منډي جوړي کړي وې چي تراوسه دغه ریکارډ دنوموړي په نوم دئ
.

٨: سریلانکایي
موتایا مرلي دهرن هغه یواځینى کرکټر دئ چي په نړیوال کرکټ کې ترټولو زیاتي (1334) ویکټي
ترلاسه کړیدي
.
نوموړي په یو ورځنیو لوبو کي هم په (534) او په ټیسټ لوبو کې هم په (800)
ویکټو مخکښ بالر شمېرل کېږي
.

٩:ویسټ انډیزي براین لارا
هغه یواځینى کرکټر دئ چي دلومړي ځل لپاره په ئې ټیسټ کرکټ کي زیاتې (400) منډي جوړي
کړي او دغه ریکارډ نوموړي په 2004 کال کي دانګلستان خلاف لوبه کي په خپل کوربتوب
جوړ کړ، چي تراوسه په خپل ځای دئ
.

١٠: انګلستاني
جېم لیکر هغه یواځینى بالر دئ چي په ټیسټ لوبه کې زیاتي (19) ویکټي ترلاسه کړې
.
لیکر په 1954 کال کي داسټرالیا خلاف ټیسټ لوبه کي په لومړي وار د 37 منډو
په بدل کي 9 او په دوهم وار یا اننګز کي ئې د 53 منډو په بدل کي ټول 10 لوبغاړي
وسوځول چي تراوسه دغه کارنامه هم کوم بالر په ټیسټ کرکټ کي نه ده کړې
.

د افغان سکور څخه په مننه


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/633

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس